په خټه هندي اعجاز پټل د نیوزلینډ لپاره په کرکټ کې ریکارډ جوړ کړ

اعجاز پټل په هند کې زیږیدلی خو په ۱۹۹۶ کې نیوزلینډ ته کډه شوی.

د نیوزلینډ د کرکټ د ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکي اعجاز پټل د هند سره د ټیسټ په دویمې لوبې کې لس واړه لوبغاړي وسوځول او پدې سره په نړۍ کې دریم لوبغاړی شو چې دا ریکارډ جوړوي.

اعجاز پټل په خټه هندی دی او د مومبای په ښار کې زیږدلی. هغه دا ریکارډ هم د خپل زیږدو په ښار کې جوړ کړ.

پټل په ۴۷.۹ اورونو کې ۱۱۹ منډې ورکړې.

تر اعجاز پټل وړاندې د لومړي ځل لپاره د انګلستان ورو توپ اچوونکي جیم لیکر هم په ۱۹۵۶ کال کې د اسټرالیا په خلاف د ټیسټ په لوبه کې د سیالې لوبډلې لس واړه لوبغاړي سوځولي و چې په هغه وخت کې نړیوال ریکارډ و.

تر ده وروسته بیا د هند یو تر ټولو مشهور ورو توپ اچوونکي انیل کومبلې په ۱۹۹۹ کې د نوي ډهلې د فیروز شاه کوټله په لوبغالي کې په ټیسټ لوبه کې د پاکستان لس واړه لوبغاړي سوځولي و.
اعجاز پټل په ۱۹۹۶ کال کې د خپلې کورنۍ سره نیوزلینډ ته کډه کړې او په ۲۰۱۸ کې یې د لومړي ځل لپاره د نیوزلینډ د کرکټ په ملي لوبډلې کې د ټیسټ په لوبون کې برخه واخیسته.

هغه د هند د لس واړو لوبغاړو سوځول پخپل ژوند کې د کرکټ کې یوه تر ټولو غوره لوبه وبلله او د دې کار د کولو په خاطر یې د خدای او خپلې کورنۍ څخه مننه وکړله.

پټیل وویل، "دا په ښکاره توګه یوه خاصه شیبه ده. دا زما، زما د کورنۍ، زما د مور، پلار او میرمنې لپاره غوره دی".

د هند پخواني لوبغاړي انیل کمبلې د اعجاز پټل د نوي ریکارډ په هکله په ټویټر کې لیکلي، "اعجاز پټل، کلب ته ښه راغلاست. د ټیسټ لوبې په لومړۍ او دویمې ورځې کې تر لاسه کول (لسو لوبغاړو سوځول) یوه ځانګړې هڅه ده".