د بنګله دیش وضعیت؛ په تصویرونو کې
وروسته له هغې چې د بنګله دیش صدراعظمې، شیخ حسینې د دوشنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا اعلان کړه او له هېواد څخه وتښتیده، یو شمېر قهرجنو معترضینو هڅه وکړه چې په پلازمېنې ډاکې کې ددغه هېواد د خپلواکۍ د سرلاري، شیخ مجیب الرحمن او د شیخ حسینې د پلار مجسمه رانسکوره کړي
وروسته له هغه چې د شیخ حسینې د استعفا خبر په ډهاکه کې خپور شو، معترضینو د بنګله دیش د پارلمان د ودانۍ مخې ته د بریا شیبې ونمانځلې
مظاهره کوونکي په پلازمینه ډهاکه کې د یو څلي پر سر د بریا شیبې نمانځي
مظاهره چیانو د شیخ حسینې تر استعفا وروسته، په پلازمینه کې د دغه هیواد د پوځ یو سرتیری په خپلو اوږو پورته کړی دی
په ډهاکه کې د بنګله دیشي پوځیانو سره د خلکو روغبړ
د شیخ حسینې په استوګنځي کې د حکومت ضد مظاهره چیانو راغونډېدل
يو شمېر قهرجن معترضین چې د شيخ حسينې استوګنځي ته ننوتلي وو، د هغې د استوګنځي توکي یې مات او تخریب کړل
یوشمېر معترضینو چې د شیخ حسینې واجد استوګنځي ته ننوتي وو، میزونه، څوکۍ او نور توکي له ځانه سره یوړل
معترضینو په ډهاکه کې د شیخ حسینې پر استوګنځي د بنګله دیش ملي بیرغونه ورپول
د بایسکل په مرسته روغتون ته د یو معترض ټپي لېږدول
پلازمینې کې د ګرځبندیز پر مهال، د پولیسو یو مامور خپله وسله د حکومت ضد لاریون کوونکو ته نیولې ده
د حکومت ضد لاریونونو په ترڅ کې، معترضینو په ډهاکه کې یو موزیم ته اور ورته کړ
په پلازمېنه ډهاکه کې د حکومت ضد لاریونونو په ترڅ کې معترضینو ټایرونو ته په اور اچولو سره یو شمېر عمومي لارې وتړلې
د بنګله دېش پوځ د تاوتریخجنو لاریونونو وروسته د ډهاکه ښار کې د سړکونو امنیت په غاړه واخیست