د کرکټ د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د لار موندنې سیالۍ پیل شوې

د تیر ځل د نړیوال جام سیالۍ انګلنډ وګټلې

د کرکټ نړیوالې شورا نن دوشنبه جولاۍ۲۷ (زمری۶) د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې پړاو «سوپرلیګ» پيل کړ.

د سوپر لیګ لومړۍ لوبه به د پنجشنبې په ورځ د انګلنډ په ساوتمپتن کې د ایرلنډ او انګلنډ ترمنځ وشي.

په دغه لیګ کې به د افغانستان په شمول د کرکټ د نړیوالې شورا ۱۲ بشپړ غړي هېوادونه او هالنډ له یو بل سره سیالۍ کوي.

د لوبو په پای کې به اوه مخکښې لوبډلې د ۲۰۲۳ د یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام ته ځي او پاتې لوبډلې به بیا د غوراوي د سیالیو له لارې خپل بخت ازمايي.

دا سیالۍ په هند کې دي او له همدې کبله هند به په هر صورت په نړیوال جام کې وي.

هره لوبډله له بلې لوبډلې سره په خپل کور کې او د مخالفې لوبډلې په کور کې درې-درې لوبې کوي.

دا مهال د کرکټ د نړیوالې شورا د یوې ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې افغانستان په لسم او انګلنډ په اول مقام دي.

د کرکټ د نړیوالې شورا عمومي مدیر جیوف الاردیس په یوې اعلامیې کې لیکلي چې سوپر لیګ به د کرکټ مینه والو ته د ډېرې تفریح زمینه برابره کړي.

هغه وویل چې ۲۰۲۳ د نړیوال کپ سیالۍ وخت یې ځکه لږ نور هم شاته کړ چې د غوراوي سیالیو ته ښه مهالوېش برابر کړل شي.

د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو د نړیوال جام سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یو ځل کیږي. دا وروستی ځل یې په ۲۰۱۹ په انګلنډ او ویلز کې وشوې چې انګلنډ یې اتلولي‌ وګټله او افغانستان په کې ټولې نهه لوبې وبایللې.