د "ایسایاس" زورور سمندري توفان د امریکا د متحده ایالاتو په ختیځو ساحلي سیمو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو سبب شوی دی.
دغه سمندري توفان چې په شمالي کارولینا ایالت کې وچې ته مخه کړې د اټکل له مخې د امریکا د نیو انګلنډ حوزې او د کاناډا په لوري روان دی.
د توفانونو د ملي مرکز چاراکو ویلي چې په وچه کې د توفان د باد سرعت راکم شوی، خو د سمندر په سواحلو کې یې شدت زیات دی. توفان په شمالي کارولینا ایالت او ورڅېرمه سیمو کې د زرګونو کورونو د بریښنا جریان پرې کړی دی.
هوا پیژندونکي وايي چې په شمالي او جنوبي کارولینا او ځېنو نورو ایالتونو کې به ښايي له ۷-۱۵ سانتې مترو پورې باران وورېږي.
همداشان اټکل کېږي چې په واشنګټن ډي سي او د مریلند د بالتیمور ښار په ځېنو سیمو کې د سه شنبې په ورځ سیلاب ووځي.
په وېرجېنیا او ځېنو نورو ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په شمالي کارولینا کې د بیړني حالت له اعلانولو وروسته فدرال ادارو ته سپارښتنه کړې چې له مصیبت ځپلو خلکو سره مرسته وکړي. په کرونا ځپلي ایالت، فلورېډا کې هم بېړنی حالت اعلان شوی او له توفان څخه د خلکو ژغورولو لپاره یو لړ تدابیر نیول شوي دي.