افغانستان سره مرستې دپاره په نیویارک کې غونډه وشوه

په متحده ایالتونو کې د (هیومن فرسټ) په نامه یوه خیریه موسسه هڅه کوي چې د افغانستان د کلتور، دود او هنر ژوندي ساتلو او په دغه هېواد کې روانو بشري ناخوالو ته د نړۍ پام واړوي.

دا موسسه چې د افغانستان دپاره بېړنۍ مرستې راټولوي، د دوشنبې په ورځ ۱۵ اګست (زمری ۲۴) يې، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د یوه کال له پوره کېدو سره، په نیویارک ښار کې غونډه رابللې وه.

دې غونډې ته راغلیو یو شمېر افغان هنرمندانو، امریکايي سیاستمدارانو او پخوانیو پوځیانو په افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

مټ زېلر چې په افغانستان کې یې پوځي ماموریت ترسره کړی دی،‌ وايي، "افغانان د ځمکې پر سر کوچني دوزخ کې پریښودل شوې دي".

هغه دا وخت افغانستان ته د خوړو، درملو او نورو بشري مرستو لېږل اړین بولي او زیاتوي: "طالبانو ته باید دا وښودل شي چې نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د خلکو په تېره د میرمنو پر حقونو باندې تېری د منلو وړ نه دی".

د افغانستان د موسیقۍ په انسټیټیوټ کې د آرکستر پخوانۍ غړې، ظریفه ادیبه وايي، د طالبانو له واکمنېدو سره یې ټولې هیلې رژېدلي دي.

هغې زیاته کړه: "د افغانستان د موسیقۍ انستیتوت ټول زده کوونکي، او هغه کسان چې د افغانستان په موسیقۍ کې یې کار کاوه، اوس مهاجر شوي دي. بېلا بیلو هېوادونو ته تللي دي. راتلونکی یې نامعلوم دی. فکر کوم موږ ټول په ناهیلۍ کې ژوند کوو".

سندرغاړی فرهاد دریا هم دې غونډې ته راغلی و. هغه وايي، په افغانستان کې د جمهوري نظام ړنګېدو اغېزمن کړی دی او ژمنه کوي چې د وطن لپاره به مبارزه کوي.

هغه زیاتوي: "هغه ناخوالې چې افغانستان یې نن تجربه کوي، تلپاتې ندي. هاغسې چې د دوی (طالبانو) لومړنۍ دوره تلپاتې نه وه، زه مطمئن یم چې ډیر ژر به په افغانستان کې ژوند بدل شي. د هغوی (طالبانو) په ګډون یا له هغوی پرته، خو زه باوري یم".

د هیومن فرسټ موسسې مسئولین وايي، هڅه کوي ددغسې غونډو او پروګرامونو جوړولو له لارې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي.

ددې موسسې مشر، صفي الله رووف امریکا غږ ته وویل: "له افغانستانه طالبانو اوس داسې یو ځای جوړ کړی دی، چې اوس هلته نه کلتور شته، نه موسیقي شته، بلکل ژوند نشته. د تېر کال د اګست په ۱۵، هغوی افغانستان ونیو،‌ اوس هغوی غواړي، افغانان چې د دنیا په هر ځای کې وي، باید خفه وي".

په عین وخت کې، د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو هڅې پیل کړي دي، هغو افغانانو ته چې له افغانستان څخه د تخلیې په بهیر کې امریکا ته راوستل شوي دي، دلته د دایمي هستوګنې قانوني اجازه ورکړل شي ‌او ترڅنګ یې هغو کسانو ته چې په شرایطو برابر دي، له افغانستانه د وتلو زمینه برابره کړي.

د نیویارک د غونډې ګډونوال، امریکايي سناتور ریچارد بلومنټال وايي، طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د میرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي دي. هغه زیاتوي، امریکا اخلاقي مسئولیت لري چې خپلو متحدینو ته له افغانستان څخه د وتلو زمینه برابره کړي.

بلومنټال د امریکا په کانګرس کې له افغانانو سره د مرستې دپاره په دې وروستیو کې منظور شوې لایحې ته په شارې سره وویل: "د افغانانو د تعدیل مقرره، د افغانستان د خلکو او زموږ د هغو ملاتړو سره چې د ګواښ سره مخ دي، په خوندي کولو کې مرسته کولای شي. دوی تر اوسه په نښه کېدونکي دي. موږ د طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لرو او نه باید چې دا سند په همدې موخه وي، بلکې د هغو افغانانو د مرستې په موخه چې د ګواښ سره مخ دي".