د هند مشهور مذهبي عالم ډاکټر ذاکر نایک د اکتوبر په میاشت کې پاکستان ته د ورتګ اعلان کړی. پاکستان ته د هغه د سفر د اعلان پر وړاندې د کوزې پښتونخوا ډېرو پښتنو ځوانانو پداسې حال کې اندېښنې څرګندې کړي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د اکتوبر پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په خیبر سیمه کې د قامي عدالت په نامه یوه پراخه جرګه راغوښتې. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پدې هکله د کویټې د ځوانانو نظرونه اخیستي.
پاکستان ته د هند د مذهبي عالم ذاکر نایک پلان شوي سفر ته د پښتنو ځوانانو غبرګون
Your browser doesn’t support HTML5
د هند مشهور مذهبي عالم ډاکټر ذاکر نایک په اکتوبر کې پاکستان ته د تګ اعلان کړی. د هغه د سفر د اعلان پر وړاندې د کوزې پښتونخوا ډېرو ځوانانو پداسې حال کې اندېښنې څرګندې کړي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر سیمه کې د قامي عدالت په نامه یوه پراخه جرګه راغوښتې.