هلمند کې چاودنې یو ماشوم او ۱۰ پولیس ووژل

هلمند کې چاودنې یو ماشوم او ۱۰ پولیس ووژل

افغان چارواکي وایي یوه ځان وژونکي، د هلمند په ولایت کی، د موټر بم په چاودنه کې د ځان سره یوولس کسه وژلي او لس دولس نور یې زخمي کړیدي.

د هلمند د والي ویاند وایي، لس تنه پولیس او یو ماشوم، په دې چاودنه کې چې د لښکرګاه په ښار کې د پولیسو ماموریت ته نژدې وشوه، ووژل شول. ده وویل په زخمیانوکی دري کسه ولسي خلک دي.

طالبانو ویلي دي چې دا حمله دوی کړیده.

د لښکر ګاه د ښار امنیت ددې میاشتی په سر کې افغان قواوو ته وسپارل شو.

افغانانو ته د امنیت سپارل، د هغه پلان د لومړي پړاو برخه ده چې پر اساس یې د ٢٠١۴ کال تر اخره پورې د ټول افغانستان د امنیت مسولیت له خارجیانو نه د افغانستان قواوو ته سپارل کیږي.

بل پلو، ناټو وایي چې نن یې یو عسکر د افغانستان په ختیځ کې د بم په چاودنه کې ووژل شو.