د شکمنې پېښې ژر موندل د پولیو د ويروس په محوه کولو کې مرسته کوي.

د خوست د مرکز اوسېدونکي محمد حکيم د دوه کلنې ماشومې خور دواړه پښې څه موده مخکې له حرکته لويدلې وې، خو اوس يې يوه پښه يو څه ښه شوې او هغه بله يې لا هم فلج ده.

محمد حکيم د ډاکټرانو په حواله امريکاغږ ته وويل، چې د ماشومې د فلج نښې نښانې پوليو ته ورته وې، خو په معايناتو کې ښکاره شوه، چې د پوليو ويروس نده وهلې.

”درې ورځې يې تبه وه، څلرمه ورځ يې پښو کار پرېښود. بيا مو زيارت ته يوړه او اووه ورځې يې پرهېز و. کله چې ډاکټر وکتله، ويل يې چې پوليو وهلې. بيا يې معاينه اسلام اباد ته ولېږله“.

د روغتيايي مسوولينو په وينا، د پوليو د ځينو شکمنو پېښو په اړه، چې د لابراتوار په نتيجه کې مثبتې ثابېتېږي، په خپل وخت د راپور نه ورکولو له امله د سلګونو نورو ماشومانو روغتيا له خطر سره مخ کوي.

په خوست کې د روغتيا نړيوالې شبکې مسوول ډاکټر داوود شاه وايي، هڅه کوي، چې د ولسواليو د روغتيايي مرکزونو د مسوولينو په همکارۍ د پوليو يا د ګوزڼ شکمنو پېښو ته په خپل وخت رسېده ګي وکړي.

” د پوليو د له منځه وړلو لپاره پنځه نړيوالې ستراتيژۍ جوړې شوې، چې له دې ډلې يوه ستراتيژي د شکمنې پېښې موندل، په خپل وخت راپور ورکول او لابراتوار ته د نمونې لېږل دي. دا د پوليو د له منځه وړلو لپاره يوه مهمه ستراتيژي ده‟.

ډاکټر داوود شاه دا څرګندونې د خوست د مختلفو ولسواليو د ۱۷ صحي مرکزونو مسوولينو ته د ګوزڼ د شکمنو پېښو د پېژندنې په اړه د معلوماتو يوه دوه ورځني ورکشاپ په څنډه کې امريکاغږ ته وکړې.

هغه وويل، چې که په خپل وخت د تازه فلج شويو ماشومانو په اړه ژر معلومات ترلاسه کړي، دا له دوی سره د پوليو د ويروسي ناروغۍ پهکنترول او محوه کېدو کې ډېره مرسته کوي.

” دا ستراتيژي له پوليو څخه د پاکې سيمې په توګه د تصديق پاڼې په ترلاسه کولو کې مهمه ده. که چېرې زموږ د شکمنو پېښو د موندنې کچه کمه وي او معيارونه پوره نه کړو، نو معنی يې دا ده، چې پېښې لرو، خو له موږ پاتې کېږي‟.

د ياد ورکشاب ګډونوال او د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د کلينيک مسوول ډاکټر نصيراحمد له خلکو غوښتنه کوي، چې د ماشومانو د هر ډول فلج پرمهال د خپلې سيمې له صحي کارکوونکو سره بېړنۍ اړيکه ونيسي.

” که دم ګری وي، شکسته بند وي، د زيارت منجور وي او یا نور خلک شکمنه پېښه وويني ژر تر ژر دې روغتيايي مسوولينو ته خبر ورکړي. هرهغه ماشوم چې له پنځلسو کلونو څخه کم عمر ولري او کوم اندام يې د کم وخت لپاره فلج شي يا کمزورتيا پيدا کړي، دا د ګوزڼ شکمنه پېښه ده‟.

په خوست کې د روغتيا نړيوال سازمان ولايتي مسوولين وايي، چې تېر ۲۰۱۵ ميلادي کال يې په دې ولايت کې د پوليو ۶۵ شکمنې پېښې ثبت کړې وې، خو زياتوي، چې هيڅ يوه يې مثبته نده تثبيت شوې.