د آی پي ال راتلونکي سیزن ته د راشد خان په ګډون اووه افغان لوبغاړي واخیستل شول

د هند د کرکټ د لوی تجارتي لیګ په راتلونکي سیزن کې به اووه افغان لوبغاړي لوبېږي

د هند د کرکټ د تجارتي لیګ (آی پي ال) د ۲۰۲۵ د فصل لپاره د لوبغاړو د اخیستلو یا بولۍ په دوهمه او وروستۍ ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ پنځمه) څلور افغان لوبغاړي واخیستل شول.

د نن په بولۍ کې تر ټولو قیمتي افغان لوبغاړی الله محمد غضنفر شو چې ممبای انډینز لوبډلې په ۴۰.۸ میلیون هندي روپیو (۴۸۴ زره ډالر) پېره.

د پنجاب کینګزلوبډلې بل افغان عظمت الله عمرزی په ۲۰.۴ میلیون هندي روپیو (۲۴۲ زره ډالرو) واخیسته.

د راجستان لوبډلې توپ اچوونکی فضل حق فاروقي په ۲۰ میلیون هندي روپیو (۲۳۷ زره ډالرو) او ګجرات لوبډلې بیا کریم جنت په ۷.۵ میلیون روپیو (۹۸ زره ډالرو) واخیستل.

د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د آی پي ال د بولۍ په لومړۍ ورځ دوه افغان لوبغاړي اخیستل شوي وو.

افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال د چینای سوپرګنګز له لوري د ۱۰۰ میلیون هندي روپیو (۱.۲ میلیون ډالر) په ارزښت واخیستل شو.

بل افغان لوبغاړی رحمان الله ګربز د کولکتې نایټ رایډرز لوبډلې د ۲۰ میلیون هندي روپیو (۲۳۷زره ډالر) په ارزښت له ځان سره کړ. ګربز تېرکال هم په آی پي ال کې همدې لوبډلې ته لوبېدلی و.

د افغانستان وتلی لوبغاړی راشد خان چې د ګجرات لوبډلې سره لوبه کوي، له وړاندې دغه لوبډلې د ۱۸۰ میلیون روپیو (۲۱۴ زره ډالرو) په بدل کې د راتلونکي آی پی ال لپاره له ځان سره ساتلی دی.

په دغه بولۍ کې محمد نبي، مجیب الرحمن، ګلبدین نایب، نوین الحق، نجیب ځدراڼ، ابراهیم ځدراڼ، قیس احمد، ظاهر خان پکتین، ننګیال خروټی، صدیق اتل، فریدون داودزی او وقار سلام خېل هم وړانډې شوي وو، خو کومې لوبډلې ته یې لار ونه کړه.

د ای پي ال ددې فصل لوبې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۴مه پیلیږي او د مۍ په ۲۵ پای ته رسيږي.