د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر جیمي کارتر د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۹ (مرغومې نهه) د ۱۰۰ کلونو په عمر کې مړ شو.
جیمي کارتر د ۱۹۷۷ کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. هغه تر دې مخکې د جورجیا ایالت والي و. نوموړي د خپلې لوړې په مراسمو کې ژمنه وکړه، چې د خپلو «خلکو په څېر به ښه حکومت» جوړوي.
هغه یوه سخته څلور کلنه دوره تېره کړه، انفلاسیون او بېکاري د هغه د حکومت لومړیتوبونه اغیزمن کړل. خو په خپلې بهرنۍ تګلارې کې یې لاس ته راوړنې لرلې، کارتر د اسرائیل او مصر ترمنځ د سولې او پاناما کانال تړونونو ته لاره هواره کړه.
خو په ایران کې د یرغمل شویو کسانو پېښې یې په واکمنۍ سیوری وغوړوه او د ۱۹۸۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د ناکامۍ یو لامل شو. نوموړي په ۱۹۸۱ کال کې د خپل جمهوري ریاست د دورې اختتام د نوي ژوند پیل باله، هغه د بېلا بېلو رنځونو د مخنیوي او د سولې او هیلې لپاره د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل.
نوموړي له امریکا غږ سره په خپلې مرکې کې ویلي وو: «دې ماته او زما میرمنې روزالین ته د فرصت، هیجان او له اټکل لېرې نویو ننګونو یوه کړکۍ پرانیستله، خو خوندور وو.»
نوموړي، چې د کارتر د مرکز د مشر په توګه فعالیت کاوه، د نړۍ څه باندې ۸۰ هېوادونو ته یې سفرونه وکړل او په دغو سفرونو کې یې د سختو ټاکنو نظارت وکړ، د شخړو د حل لپاره یې منځګړتوب وکړ او د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي لپاره یې کار وکړ.
کارتر د خپلو فعالیتونو له کبله په ۲۰۰۲ کال کې د نوبل د سولې جایزه وګټله.
جیمي کارتر د ۱۹۲۴ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د جورجیا الایت د پلینز په سیمه کې وزېږېده او جمهوري ریاست ته یې د ورتګ سفر هم له همدغه ځای څخه پیل شو.
نوموړي د متحدو ایالتونو د سمندري ځواکونو افسر و او تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې د اتومي اوبتلونو د پراختیا په برخه کې کار وکړ. هغه له دغې دندې څخه وروسته بېرته خپل ټاټوبي ته راوګرځېده او د خپلۍ کورنۍ د ممپلیو د سوداګرۍ مدیریت په غاړه واخیسته.
کارتر په ۱۹۶۰ کال کې سیاست ته ودانګه، دوه دوره یې په کانګرس کې د جورجیا ایالت د استازي په توګه دنده ترسره کړه او د ۱۹۷۱ څخه تر ۱۹۷۵ پورې د دغه ایالت ۷۶م والي وټاکل شو.
نوموړي په ۱۹۷۶ کال کې د دیموکرات ګوند له لوري د هغه وخت د ولسمشر جرالډ فورډ سره د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مبارزه وکړه، فورډ د واټرګیټ د قضیې په رسوایې کې د ریچارد نیکسن له استعفا وروسته واک ته رسېدلی و.
جیمي کارتر جرالډ فورډ ته په لږ توپیر سره په ټاکنو کې ماتې ورکړه او د امریکا منتخب ولسمشر وټاکل شو. هغه په ۱۹۷۸ کې د مصر ولسمشر انور سادات او د اسرائیل صدراعظم مناخیم بګین د سولې د مذاکرې لپاره کمپ ډیویډ ته وبلل.
نوموړي په خپلې دورې کې د پاناما له حکومت سره د پاناما کانال تړون لاسلیک کړ او د چین د خلق جمهوریت سره یې د متحدو ایالتونو روابط عادي کړل.
خو په ۱۹۷۹ کال کې د هغه د حکومت ټول تمرکز په ایران شو. د مذهبي مشرانو او روحانیونو په مشرۍ د ایران انقلاب شاهي دولت نسکور کړ، شاه متحدو ایالتونو ته پناه یوړه او هلته د سرطان ناروغۍ له کبله تر درملنې لاندې ونیول شو.
په ۱۹۷۹ کال کې تندلارو په تهران کې د متحدو ایالتونو په سفارت یرغل وکړ او ۶۶ دپلوماتان یې یرغمل ونیول چې بیا یې ۱۳ تنه پرېښودل شول، د دغې پېښې څخه پنځه میاشت وروسته، کارتر د یرغمل شویو د خلاصون لپاره د «عقاب پنجې» په نوم د ځانګړو عملیاتو لارښوونه وکړه.
په دغو عملیاتو کې د امریکا د دلتا ځانګړي ځواکونه له یوې څرخي الوتکې او یوې بلې الوتکې سره د ایران په صحرا کې یوې اډې ته انتقال کړل شول. دغو ځواکونو پلان نیولی و، چې له همدغه ځای څخه په تهران کې دایران په سفارت برید وکړ، یرغمل شوي ازاد کړي او بیا یې په الوتکې کې له ایران څخه وباسي.
خو د «عقاب پنجهې» عملیات ناکام شول، یوه الوتکه سقوط شوه، اته امریکایي او یو ولسي ایرانی ووژل شول. د کارتر مرستیال والټر موندل دا پېښه د خپلې دورې تر ټولو بده پېښه بللې وه.
د دغو عملیاتو ناکامي د امریکایانو په منځ کې د کارتر اعتبار هم زیانمن کړ. دا پېښه د جمهوري ریاست تر ټاکنو اوه میاشتې مخکې وشوه او په ټاکنو کې د کارتر د ناکامۍ یو عمده علت وګڼل شو. یرغمل شوي دپلوماتان او د سفارت امریکایي کارکوونکي وو، چې له ۴۴۴ ورځې یرغمل وروسته د ریګن د جمهوري ریاست په لومړۍ ورځ پرېښودل شول.
کارتر د کارتر د مرکز مشر و، چې د ۸۰ پیچلیو انتخاباتي مسائیلو په حل کې یې منځګړتوب کړی او په نړیوالو مناقشاتو کې یې مهمه ونډه لرله، چې د شمالي کوریا د اتومي بن بست او د یوګندا او سودان ترمنځ د سولې خبرې په کې شاملې دي.
هغه په نړۍ کې د یو شمېر ناروغیو د مخنیوي لپاره هم هلې ځلې کړې دي. نوموړي امریکا غږ ته ویلي وو چې د هغه لاس ته راوړنه او میراث د نوبل د سولې د جایزې ګټل نه دي، بلکې د ګرمې ګیني په نوم د ناروغۍ ختمول وو.
دا بیماري د چیچک بیماري په څېر وه، چې په بشپړ ډول اوس له منځه تللې ده. نوموړي تر ۹۹ کلنۍ پورې فعال ژوند درلوده او په ۲۰۱۵ کال کې د ماغزو له سکتې څخه روغ ووت. د کرونا له وبا وروسته هغه په کور کې اېسار شو او په وروستي ځل د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې د خپلې ښځې د جنازې په مراسمو کې په عام محضر کې ولیدل شو.
جیمي کارتر د امریکا لومړی پخوانی ولسمشر دی چې ۱۰۰ کال عمر کوي. نوموړي همدغه راز له خپلې ښځې سره ۷۶ کاله ګډ ژوند وکړ، چې دا هم د امریکا په تاریخ کې د یو ولسمشر(پخوانی) او لومړۍ میرمنې ترمنځ دومره ګډ ژوند کېږي. نوموړي یو شمېر اثار هم لري، چې د هغه شخصي خاطرات، رومانونه، د منځني ختیځ په اړه انتقادي لیکنې او د هغه د خوښې انتخاب شوي شعرونه دي.