د متحده ایالاتو د سنا په مجلس کې د الباما ایالت یو جمهوري غوښتونکي سناتور ټامي ټیوبرویل د دفاع وزارت یا پنټاګون څه باندې ۳۰۰ مقاماتو چې د بیلا بیلو څوکیو لپاره نومول شوي، د تائید کیدو د پروسې مخه نیولې.
د دفاع وزیر لویډ آسټن وایي د سنا د مجلس ددې غړي له کبله د متحده ایالاتو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د نظامي ځواکونو دوه څانګې به د سنا مجلس لخوا د تائید شوي مشر پرته چارې پر مخ وړي.
ښاغلي آسټن دا څرګندونې جمعه اګست ۴ (زمري ۱۳) د امریکا د اردو د لوی درستیز جنرال جیمز مک کانویلز د دندې پریښودو په مراسمو کې وکړلې.
پنټاګون د بیلا بیلو منصبونو لپاره څه باندې ۳۰۰ کسان نومولي چې د سمندري ځواکونو او اردو لوی درستیزان هم پکې شامل دي خو د سنا مجلس تر اوسه یو هم ندی تائید کړی او ښایي چې دا لست لا پسې اوږد شي.
د پنټاګون مشر پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې د سنا مجلس لخوا د دې جګپوړو جنرالانو نه تائید کیدو له کبله د ګڼ شمیر ماشومانو او کورنیو د ژوند چارې ګډوډې شويدي.
هغه زیاته کړه چې د وسله والو خدماتو لپاره د دې مشرانو نه تائید کیدل چې په "لوړه کچه په شرایطو برابر دي، زمونږ نظامي چمتوالی او په دندې کې تر ټولو غوره افسرانو ساتنه کمزورې کوي".
د دفاع وزارت همدرانګه ویلي چې د سنا مجلس لخوا د تائید کیدو په بهیر کې د ځنډ له کبله نظامي مشران پدې نه پوهیږي چې د دندې اخیستو وروسته به د هیواد په کوم ځای کې ژوند کوي او له همدې کبله هغوي نشي کولی د خپلو ماشومانو لپاره ښوونځی وټاکي.
د سنا په مجلس کې د الباما استازي ټامي ټیوبرویل چې د دفاع وزارت د پالیسۍ په یوې برخې اعتراض لري د دې نظامي افسرانو د تائید کیدو بهیر هم بند کړی.
د وزارت دا پالیسي هغو نظامیانو ته سفر خرچ ورکوي چې که غواړي بل ایالت ته د سقط جنین او یا اولاد زیږولو اړوند روغتیایي خدماتو تر لاسه کولو لپاره په سفر ولاړ شي.
د متحده ایالاتو سترې محکمې تیر کال د جون په میاشت کې په ټول هیواد کې د سقط جنین حقوق له منځه یوړل او دا پدې معنی چې که د متحده ایالاتو د نظامي ځواکونو کومه غړې پداسې یو ایالت کې دیره وي چې سقط جنین پکې غیر قانونی دی باید د هیواد یو بل ایالت ته ولاړ شي چې دا کار پکې په قانوني توګه تر سره کیږي.
د سنا د مجلس غړی سناتور ټیوبرویل د پنټاګون دا پالیسي غیر قانوني بولي او پخپله خبره ټینګ ولاړ دی چې تر هغه وخته به د دې وزارت د ملکي او نظامي څوکیو لپاره د نومول شویو کسانو د تائید کیدو بهیر مخه نیسي تر څو پورې چې وزارت خپله پالیسې بدله کړې نه وي.
د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو لوی درستیز د جولای میاشتې په ۱۰ مې خپله دنده پریښوده او کوم جنرال چې د ځای ناستي په توګه نومول شوی لا هم تائید کیدو ته منتظر دی او نږدې یوه میاشت کیږي چې هم د نظامي ځواکونو د دې څانګې سرپرست مشر او مرستیال دی.