د امریکا د متحدو ایالتونو په شمالي کارولینا کې چارواکي وايي چې په یو وسله وال برید کې پنځه تنه وژل شوي دي.
په وژل شویو کې یو پولیس افسر دی چې د وژل کېدو به وخت کې په دنده کې نه و.
پېښه د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تله۲۱) دغه ایالت د «رالیف» په ښار کې شوې ده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د ښار ښارولې ماري-ان بالډوین خبریالانو ته وویل: «دا د رالیف ټول ښار لپاره یوه تراژیدي ورځ ده.
د دغه ښار د پولیسو څانګې هم د پنځو کسان وژل کېدل تائید کړي دي. برید ګر نیول شوی دی خو د پېښې دقیق علت معلوم نه دی
پولیسو د نیول شوي کس هویت لا نه دی څرګند کړی دی.
د وسله وال خشونت د ارشیف د معلوماتو په اساس د ۲۰۲۲کال له پیل راهېسې تر دې دمه د وسلو سره د تړلو پېښو له کبله څه باندې ۳۴زره کسان وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل دي.