امریکا کې د الوتکې لویدو په پیښې کې ۵ تنه وژل شوي

چارواکو ویلي چې الوتکه په محلي وخت جمعه ناوخته د رادار څخه ورکه شوه.

په امریکا کې چارواکي وایي د دې هیواد په لویدیځ ایالت نیواډا کې د طبي لیږد رالیږد لپاره کاریدونکې الوتکه لویدلې او پنځه واړه سپاره کسان پکې وژل شویدي.

د نیواډا په ایالت کې د REMSA Health په نامه د عاجلو روغتیایي خدماتو ادارې په اعلامیې کې ویلي چې د الوتکه په محلي وخت د کلفورنیا ایالت سره نږدې د رادار څخه ورکه شوه. په اعلامیې کې ویل شوي چې په الوتکې کې ټول پنځه تنه سپاره و او ټول یې وژل شویدي.

اعلامیې کې راغلي، "په خواشینۍ خبر درکوو چې د لیون ولسوالۍ د اطفایې مسؤلینو په الوتکې کې د پنځو واړو سپرو کسانو مړینه تائید کړې".

چارواکو همدرانګه ویلي چې په الوتکې کې پیلوټ، یو نرس، د روغتیایي چارو یو کار کوونکی، یو ناروغ او د ناروغ د کورنۍ غړی سپاره و چې ټول یې وژل شویدي.

سره لدې چې د الوتکې د لویدو علت تر اوسه ندی تائید شوی خو داسې وخت کې شوی چې د متحده ایالاتو په لویدیځو ایالتونو کې ډیره واوره شوې او هوا ډیره سړه ده.

د کلفورنیا ایالت په جنوب کې چارواکي وایي چې د دې سیمې په غرونو کې د اندازې څخه ډیره واوره شوې او آن هغه ځایونه په واورو پوښل شوي چې معمولاً پکې واوره نه کیږي.

مسؤلینو ویلي چې د ډیرې واورې وریدو له کبله د کلفورنیا په ایالت کې د شنبې فبروري ۲۵ (کب۶) نږدې ۱۰۰ زرو کسانو برښنا نه درلوده.


همدرانګه د واورې او یخک له کبله په لویدیځو ایالتونو کې غټې لارې تړل شوې. مسؤلینو ویلي چې هغه لویه لار هم تړل شوې چې مکسیکو، کلیفورنیا او کاناډا سره نښلوي.