غوره شوي عکسونه

زرګونه نارینه او ښځې د "کمبه میله" په نوم مذهبي مراسمو کې د ګډون لپاره د هند د اتر پردیش ایالت په پریاګ راج ښار کې ټول شوي دي. دغه مراسم چې د نړۍ تر ټولو ستره مذهبي غونډه بلل شوې، شپږ اونۍ دوام کوي.


په واشنګټن ډي سي کې امنیتي ځواکونو د یواسآیډی ودانۍ امنیت لاپسې ټینګ کړی دی. دا ودانۍ وروسته له هغه وتړل شوه چې کارکوونکو ته د خوندیتوب او احتیاطي تدابیرو له امله له کور څخه د کار کولو سپارښتنه وشوه.
د کالیفورنیا په لاس انجلس کې پولیسو د کډوالو د نیولو او شړلو پر ضد د لاریونونو پر مهال د امنیتي دلایلو له امله یو شمېر سړکونه بند کړل.
پدې خبرتیا کې یو هټیوال پیرودونکو ته خبر ورکړی، چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا پر کاناډايي توکو د مالیاتو د زیاتولو په ځواب کې به دوی د فبرورۍ له څلورمې نیټې څخه د امریکایی الکولي مشروباتو پلور بند کړي
د امریکا لخوا د کاناډا څخه پر صادراتي توکو د مالیاتو د لوړولو وروسته، یوه کښتۍ د سینټ جان بندر څخه د وتلو په حال کې.
د اوکراین د بیړنیو خدماتو یو کارکوونکی په خرسون باندې د روسیې د هوايي برید وروسته د ژغورنې عملیاتو وروسته آرام کوي.
امریکايي سندرغاړې بیانسې د 'ګرامي' د موسیقۍ د ۲۰۲۵ کال د غوره البوم جایزې تر ګټلو وروسته خپله لوربلو ایوي کارټر غېږ کې ونیوله
د کابل سرینا هوټل له نږدې دوو لسیزو خدمت وروسته خپل فعالیت پای ته ورساوه.
په کابل کې د قیمتي ډبرو یو پلورونکی
په جنین کې د فلسطیني بې ځایه شویو کمپ باندې د اسرائیل هوايي بریدونه.
په برلین کې د جرمني د نوماند صدراعظم د کډوالۍ د محدودولو د پلان پر ضد مظاهره .