انتخابي عکسونه

په بیجینګ کې د لوی ښامار د مجسمې تر څنګ د چین د نوي کال لمانځل؛ په چینایي تقویم کې، دا کال د ښامار کال دی
 

د غزې په جنوب رفح ښار کې د اسرائیلي پوځیانو په برید کې یوه ویجاړه شوې ودانۍ

 

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرکټ د ۵۰ اووره سیالیو په لړ کې سریلانکا نن د فبرورۍ په ۱۱ افغانستان ته د ۱۵۵ منډو په تفاوت ماتې ورکړه
 

د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د بودایانو یو معبد
 

د هند په جمو ښار کې د چاپیریال او ژویو د ساتنې د ادارې یو کارکوونکی مړه شوي کبان د سیند له اوبو څخه باسي

 
 
 
 
 

د هند په  پریاګراج ښار کې د هندوانو د مذهبي مراسمو په ګډون کوونکو باندې له هلیکوپتر څخه د ګلانو شیندل


 

د نورو اروپايي هېوادونو په څېر په پولنډ کې هم کروندګرو د لوړو مالیاتو او د چاپېریال ساتنې د نویو مقرراتو پر ضد مظاهرې وکړې او لویې لارې یې د ټراکټورونو په وسیله بندې کړې
 
 
 
 
 
 
 
 

 اسرائیلي پوځیان په غزه کې د عملیاتو پر وخت

 

 یو افغان ماشوم د سړک پر سر شیان پلوري

په ایران کې د اسلامي انقلاب د ۴۵ کالیزې د نمانځنې د مراسمو یوه څنډه


 

د ګینس نړیوال ریکارډ د ټینګولو لپاره د هندي ورزشکارانو هڅه