د کرکټ نړیوال جام: د انګلنډ – سکاټلند لوبه بې نتیجې شوه او هالنډ له نیپال وګټله

د کرکټ ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې سه شنبه جون څلورمه ( غبرګولي ۱۵) دوه لوبې وشوې چې یوه یې د متحده ایالاتو د ډالاس په ښار کې او بله یې د ویسټ انډیز په باربیډوس کې وه.

په باربیډوس کې د انګلنډ او سکاټلنډ تر منځ لوبه د باران له کبله بې نتیجې شوه. سکاټلنډ پچه وګټله او په توپ وهنه کې یې په لسو اورونو کې ۹۴ منډې وکړلې او هیڅ لوبغاړی یې ونه سوځید.

لوبه د باران له کبله له اول سره هم ځنډیدلې وه او په منځ کې هم څو ځله باران د لوبې بندیدو سبب شو او بالاخره تر لسو اورونو وروسته د لوبڅارانو پریکړې سره سم لوبه بې نتیجې اعلان شوه او دواړو لوبډلو ته یو – یو امتیاز ورکړل شو.

د هالنډ لوبډلې په شل اوریز نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د نیپال څخه وګټله.

په دویمې لوبې کې بیا نیپال د هالنډ لوبډلې ته په ۲۰ اورونو کې یوازې د ۱۰۷ منډو هدف ورکړی و چې هالنډ وکړی شو د لوبې په نولسم اور کې یې پداسې حال کې ورپوره کړي چې څلور لوبغاړي یې سوځیدلي و.

دوي دواړه په D ګروپ کې د بنګله دیش، سري لانکا او جنوبي افریقا سره دي.