د امرېکا د فضايی چارو اداره وايی نن د دو شنبي په ورځ ېې فضايی بېړۍ انډي ور فضاته والوزوله، له دغه پرواز نه وروسته به له دغې فضايی بېړۍ نه نور کار اخېستل بند کاندي.
ناسا وویل څو ساعته مخکی له پرواز نه ټول فضا نوردان بېړی ته ختلی وو. په بېړۍ کې هېڅ ډول تخېنکي ستونزې چې د پرواز د ځنډولو سبب شي ندی پیدا شوي.
دغې فضايی بېړی د امرېکا پر وخت د دوشنبې سهار په ۹ بجو پرواز وکړ.
ټاکل شوې وه چې دا بېړی د اپرېل په مېاشت کې پرواز وکړی. خو یو څه برېښنايي ستونزې ددې سبب شوې چې بېړی څو ځلې وځنډول شي.
د فضایی بېړی انډي ور ، نړېوال فضايی ستېشن ته چې فضانورد مارک کېلی ېې مشري کوي، پرواز کوي. د هغه مېرمن د امریکا د کانګرس غړی ګبرېل ګېفورډ د سږکال د جنوري په مېاشت کې د ارېزونا په ایالت کې په ډزو کې سخته زخمي شوله.
ګېفورډ ددغه پرواز د لیدلو لپاره دېکشنبی په ورځ فلورېډا ته ولاړله چې د کنېډې د فضايی مرکز له خوا نه د انډې ور وروستی پرواز وګوري . اټکل کېده چې تقرېبا ۵۰۰ زره کسان به دغه پرواز هلته له نږدې نه وګوري.