امریکا کې درې هالنډي سرتیري په ډزو کې ټپي شوي

د امریکا د متحده ایالاتو د انډیانا په ایالت کې پولیس وایي د هالنډ درې سرتیري شنبه اګست ۲۷ (زمري۵) د یو هوټل څخه د باندې په ډزو کې ټپي شویدي.

سیمه ایزو پولیسو ویلي ګمان کیږي چې دا سرتیري د هوټل څخه د باندې چې دغه سرتیري پکې اوسیدل د ځینو کسانو سره د شخړې له کبله ټپي شوي وي.

د انډیاناپولیس امنیتي چارواکو ویلي چې افسرانو دا هالنډي سرتیري پداسې حال کې د هوټل څخه د باندې وموندل چې ډزې پرې شوې وې او ټپیان وو خو دا یې ندي ویلي چې ډزې چا او ولې کړیدي. ټپي شوي هالنډي سرتیري د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي.

د هالنډ د دفاع وزارت په یوې اعلامې کې د دې سرتیرو ټپي کیدل تائید کړي او دا یې هم ویلي چې د یو سرتیري روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا سرتیري د کمانډو قول اردو اړوند وو او امریکا ته د نظامي روزنې لپاره تللي و.

امریکایي پولیسو ویلي داسې فکر کیږي چې دې هالنډي سرتیرو د یو تن سره چې تر اوسه یې ځانګړتیاوې ندي څرګندې شوې، لفظي شخړه کړې چې وروسته بیا همدې کس ډزې کړي او دا سرتیري یې ټپي کړیدي.

د هالنډ د دفاع وزارت ویلي چې د پیښې په هکله یې د ټپي شويو سرتیرو کورنیو ته احوال ورکړی او امریکایي پولیس وایي چې د پیښې په هکله یې پلټنې روانې دي. پولیسو تر اوسه ډزې کوونکی ندی نیولی.

امریکا کې دا هالنډي سرتیري داسې مهال ټپي کیږي چې څه موده وړاندې په متحده ایالاتو کې د ډله ایزو بریدونو د څو پیښو څخه وروسته کانګریس د وسلو د کنټرول لایحه منظوره کړه چې جمهور رئیس جو بایډن هم توشیح کړه.

په وسلو د کنټرول د لایحې تر څنګ متحده ایالاتو د استازو مجلس غړیو جولای ۲۹ پدې هیواد کې په نیمه اتوماتیک ټوپک بندیز منظور کړ.

د کانګریس دا اقدام پدې تیرو څو کالونو کې ساری نلري او داسې ښکاري چې پدې هیواد کې د وسله وال تشدد تازه پیښو ته په غبرګون کې شوی ځکه په ډله ایز وسله وال تشدد کې ډیری وخت د همدې وسلو څخه کار اخیستل شوی.

پدې وسلو پخوا هم بندیز و خو دا قوي وسله چې ډیری وخت ځوانان ترې په ډله ایز وسله وال تشدد کې کار اخلي، یو ځل بیا یې د خلکو پام جلب کړی.

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۴ کال کې ددې وسلو په تولید او پلور محدودیت ولګید خو دا چې کانګریس غړیو ونشو کړی پدې وسلو د بیا بندیز لګولو لپاره سیاسي ملاتړ تر لاسه کړي او د هغوي سره چې وسلو لپاره لابي کوي، مبارزه وکړي، هغوي ونشو کړی دا وسلې بندې کړي

یوه غیر انتفاهي ټولنه چې په متحده ایالاتو کې د تشدد هغه پیښې څارې او په هکله یې معلومات راټولوي چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل شوی وي، وایي په ۲۰۲۱ کال
کې په ټولې امریکا کې ۲۱ زره کسان د تشدد په هغو پیښو کې وژل شوي چې وسله پکې کارل شوې.

همدې ټولنې ویلي چې د ډله ایزو ډزو ۶۹۳ پیښې یې ثبت کړي چې ۷۰۲ کسان پکې مړه شوي. ډله ایزې ډزې معمولاً هغو پیښو ته ویل کیږي چې قربانیان یې لږ تر لږه ۴ یا تر دې ډیر کسان وي