ډنمارک: له ۲۰۱۴ وروسته افغانستان کې خپل عسکر نه پرېږدو

ډنمارک: له ۲۰۱۴ وروسته افغانستان کې خپل عسکر نه پرېږدو

په افغانستان کې د ډنمارک سفیر کارسن ډمسګارد وايي چې د افغانستان لپاره د ډنمارک په نوي سیاسي تړون کې چې ددغه هیواد د حکومت او د اپوزسیون ترمنځ جوړ شوی، په څرګنده راغلي چې ډنمارک به له دوه زره او څوارلسم کال وروسته په افغانستان کې هيڅ جنګي عساکر ونه لري ولې د بیارغونې لپاره به یې مرستې جاري وي.

سفیر کارسن دمسګارډ چې په کابل کې خبریالانو ته د ډنمارک نوی توافقنامه بیانوله وویل چې ددې موافقتنامې په اساس به ډنمارک د دوو کلونو لپاره په جګړو کې ښکېل وي او تر هغې وروسته به د روزنې چارې په غاړه واخلي.

هغه وویل دا مهال اوو سوه او پنځوس ډنمارکیان د نړیوالو قواوو په لیکو کې شته او په هلمند کې میشت دي، د نوموړي په وینا ډنمارک له هغه وروسته چې په افغانستان کې یې عساکر له تروریزم سره په مبارزه کې ښکېل دي تر دې دمه څلوېښت سرتیري یې وژل شوي دي.

د ډنمارک سفیر وايي نوی موافقتنامه په ګڼو برخو څرخي خو تر ډېره په نظامي او د پرمختګ په څانګو متمرکزه ده.

کارسن ډمسګارد: "دا د ډنمارک د حکومت، د اپوزسیون، پارلمان او د سوشل ډيموکراتیانو ترمنځ یوه سیاسي موافقتنامه ده، دا موفقتنامه په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره د ډنمارک د پراخې ښکیلتیا لپاره سیاسي ملاتړ ښيي، په نظامي برخه کې، د ډنمارک جګړه کوونکي عساکر به د هلمند په نهرالسراج ولسوالۍ کې د ګریشک د بازار شاوخوا ته تر دوه زره او دولسم پورې پاتې شي."

د ډنمارک سفیر دا ډول وویل چې د نوی موافقتنامې په اساس به هیواد یې د بیارغونې په برخه کې په هر کال کې پنځه ویشت فیصده په مرستو کې زیاتوالی راولي پدې ډول به په کال کې سل ملیونه امریکايي ډالرو ته د دوی د مرستو بودیجه رسیږي.

سفیر کارسن وايي چې ډنمارک د خپلو مرستو نیمه بودیجه د افغانستان د حکومت له لارې مصرفوي او د تعلیم، حکومتدارۍ او ثبات په برخو کې د افغان حکومت مرسته کوي.