غوره شوي عکسونه

د غزې پر تړانګې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو دوام

د غزې د تړانګې په جنوب د خان یونس پر سیمې د اسرائیل هوايي بریدونو وروسته، روغتونونو ته د ټپیانو انتقالول

افغان کډوال د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان – پاکستان پولې ته څېرمه له پاکستان څخه د راتګ پر مهال  د نوم لیکنې په یوه مرکز کې د ډوډۍ خوړولو پر مهال

د کمبوډیا یو کروندګر د پنوم پن په سویل لویدیځ کې له یوه جهيل څخه د نیلوفر ګلونه د راټولو په حال کې

د فرانسې په لیون ښار کې د "رڼاګانو فیسټیوال" یوه څنډه

د مکسیکو په میچواکان ایالت کې د پتنګانو ځاله

د کرسمس مراسمو د نمانځلو په درشل کې د جاپان په توکیو ښار کې د رڼاګانو ننداره 

د روسیې تر کنټرول لاندې د دونتسک په سیمه کې د تیلو پر یو زیرمې د یو توغندي تر لګیدو وروسته د اوښتې زیان ارزونه

د معاشونو د زیاتوالي په اړه د ترانسپورټ د استازو او جرمني حکومت ترمنځ د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته، د فرانکفورت ښار د اورګاډي پټلۍ تش ښکاري

په ننګرهار کې د زیتونو د پروسس کارخونې کې د زیتونو د تیلو تر څنګ رب، اچار او صابون هم جوړیږي
 

د انګلستان د فوټبال غوره لیګ؛ د ایورتون او نیوکاسل لوبډلو ترمنځ د سیالۍ پر مهال د ایورتون لوبغاړي دومینک کلیورټ لوړ جمپ

د فرانسې په لیون ښار کې د "رڼاګانو فیستیوال" له څنډې څخه

د مسکو په سور میدان کې "د ګمنامه سپاهي" د یاد په څلي پر وړاندې،‌ سرتیري په منظم عسکري یونیفورم کې د درناوي مراسم پرځای کوي

 د الفا رومیو سي-۸  ماډل موټر، په نړۍ کې د یو ترټولو غوره موټر په توګه معرفي شو