په واشنګټن کې يو شمېر اويغوریانو او فعالانو د چين د شين جيانګ په مرکز اورومچي کې د اويغوريانو د مظاهرې د خونړۍ ځپنې د څوارلسمې کليزې په مناسبت، د مسلمانانو پر وړاندې د بېجينګ د سياستونو په خلاف لاريون وکړ او بېجينګ يې په نسل وژنې تورن کړ.
په امريکا کې مېشتو اويغوریانو تل په چين کې د مسلمانانو د اقلیت پر وړاندې د زياتېدونکي تاوتریخوالي په اړه خبرداری ورکړی او ادعا کوي چې په چين کې پر اويغوریانو ظلمونه لا هم روان دي.
په واشنګټن کی د اويغوریانو د بشري حقونو ملاتړو د نړۍ پر هيوادونو غږ کړی چې د بېجينګ په مقابل کې ودرېږي او له نړیوالو یې غوښتي چې د احتجاج په توګه د چین د تولیداتو له پیرلو ډډه وکړي.
د "ختيځ ترکستان د جلاوطنو ځوانانو کانګرس" په نوم د اویغوریانو د حقونو د دفاع ټولنې غړی امان اله کاشغري وايي، په اورومچي کې د اويغوریانو د مظاهرو د ځپل کېدو پر مهال یې د ټولګي څو تنه ملګري وژل شوي او یو شمېر نور نیول شوي دي.
جلاوطن اويغوريان د چين حکومت په قصدي توګه په بند کې د دوی د خپلوانو په ساتلو او په شین جیانګ کې د بشري حقونو په نورو سرغړونو تورنوي.
په واشنګټن ډي سي کې د سپينې ماڼۍ مخې ته راټولو شويو اويغوریانو وویل چې دوی له چين څخه د خپلې خاورې ازادي غواړي او هغه څه چې ۱۴ کلونه پخوا په اورومچي کې پېښ شول، دوی به يې هيڅکله هېر نه کړي.
د ختيځ ترکستان د جلاوطن حکومت غړي عزيز سلیمان په ۲۰۰۹ کال کې د اورومچي د مظاهره چیانو د ځپل کېدو په اړه وویل: "هغوی په ډله ايزه توګه ووژل شول. ډله ډله وويشتل شول او په وينه يې د اورمچي ټول ښار سور شو. چيناېان لګيا وو، د خپل جرم د پټولو په خاطر يې ټوله شپه د اوبو په فشاري بمبو وينه وينځله او پاکوله."
دا مطلب هم ولولئ راپور: د چین له لوري د اویغور د نفوس کنترول "نسل وژنه" وهپه ۲۰۰۹ کال کې، په اورومچي کې تشدد د چين په جنوب کې له يوې فابرېکې پيل شو. هغه مهال پر شپږ تنو اويغوریانو باندې د چین د هان د قبېلې پر دوو ښځینه کارګرانو د جنسي تیري تور لګول شوی و، چې له امله یې په نښتو کې دوه اويغوریان ووژل شول.
اویغوریان د اعتراض په توګه په اورومچي کې سړکونو ته راووتل او د وژل شویو کسانو لپاره یی د عدالت غوښتنه کوله. د ختيځ ترکستان د ځوانانو د کانګرس غړی امان الله کاشغري وايې چې اويغوریانو په اورومچي کې سوله ايزه مظاهره پیل کړه.
کاشغري زیاته کړه: "هغوی غوښتل چې دا مجرمان د جرم په سرته رسولو تورن شي او په دې اړه په سمه توګه تحقيقات وشي. خو بيا هم، په ځای ددې چې غږونه يې واورېدل شي، کوم کسان چې له حکومتي مامورانو سره د خبرو لپاره کښېناستل، شبهه نظامي مليشو پرې بريد وکړ او په بې رحمۍ یې وټکول."
چينايي مامورانو ويلي دي چې د اورومچي د ۲۰۰۹ کال په ناکراریو کې ۲۰۰ کسان ووژل شول او زیاتره یې د دوی په باور، د هان د اکثریتي قبیلې وګړي وو. خو د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر هيوادونه وایي چې دغه ډله ايزې وژنې د اويغوریانو نسل کشي وه.
په واشنګټن کې د چين د سفارت مطبوعاتي ویاند ليیو پينګیو په يوه لېکلې بیانيه کې چې امريکا غږ ته یی لیږلې، د چین ترکستان فعالان "بیلتون غوښتونکي قوتونه" بللي چې د نوموړي په باور، د چين ملي يوالي ته تاوان رسوي.
د چين د سفارت ویاند همدارنګه په اورومچي کې ۱۴ کاله وړاندې د اويغوریانو د نسل وژنې ادعاوې "د پیړۍ ترټول غټ درواغ" بللي دي.