د امریکا خارجه وزیرې هیلیری کلنتن او د مصر جمهورریس محمد مورسي سره لیدلي دي

د امریکا خارجه وزیرې هیلیری کلنتن او د مصر جمهورریس محمد مورسي سره لیدلي دي


د امریکا خارجه وزیرې هیلیری کلنتن او د مصر جمهورریس محمد مورسي غونډه کړیده او چارواکي وایي دا خبرې ددې دوه هیوادونو ترمنځ د اړیکو د قوي کولو او تایید دپاره شویده.

هلیري کلنتن او ښاغلي مورسي د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې وکتل ، د مصر په اقتصاد او د سینا په ټاپو کې د افراطیانو په گواښ وغږیدل.
اسوشیټد پرس خبری اژانس د امریکایی چارواکي له قوله وايي په دې غونډه کی همدغه راز په دې هم خبری وشوی چه مصر باید ډاډ ولري چه د امریکایی تاسیساتو امنیت خوندي دی.

ددې غونډې نه دوه هفتې مخکی په امریکا کې د جوړشوی اسلام ضد فلم په سر احتجاج کوونکی په قاهره کې د امریکا د سفارت په دیوالونو وختل د امریکا بیرغ یی څیری کړ، او اسلامی بیرغ یی ورباندې وځړاوه.

جمهورریس براک اوباما ددې احتجاجونو نه وروسته وویل، امریکا مصر نه دښمن گڼی او نه ملگری.