شدید طوفان د امریکا په تینیسي ایالت کې شپږ تنه مړه کړي 

په تینیسي کې په طوفان کې یو ویجاړ شوی کور

د متحدو ایالتونو د تینیسي په ایالت کې مقامات وايي چې له سخت طوفان وروسته په دغه ایالت کې د سیمو او لارو د پاکولو او د برېښنا د پرې شویو مزو د نښلولو چارې پیل شوې دي.

چارواکي وايي په دغه طوفان کې شپږ تنه مړه شوي دي او ۲۳ نور زخمیان روغتون ته انتقال شوي دي.

راپورونه وايي چې په مړه شویو کسانو کې یې یو ماشوم هم شامل دی. دغه طوفان د تینیسي د مانتګومري ولسوالي او ورڅېرمه سیمې ځپلې دي.

د مانتګومري ښاروال ویس ګولډن په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «موږ مړه شویو او زخمیانو او هغوی ته چې کورونه یې خراب شوي، دوعا کوو.» نوموړي ویلي دي چې د سیمي خلک به د یو بل تر څنګ درېږي او «تر اخره پورې به یې تر څنګ ولاړ یو».

په طوفان کې یو شمېر ودانۍ هم زیانمنې شوې او موټرونه چپه شوي او په لسګونه زره خلکو باندې برېښنا پرې شوې ده.

د کلارکسویل په سیمې کې د شنبې او یکشنبې په شپو کې ګرځبندیز اعلان شوی او چارواکو له موټر چلوونکو څخه غوښتي، چې زیانمنو شویو سیمو ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي، چې د بیا رغونې چارې زیانمنې نکړې.

د کلارکسویل د اطفايي د ادارې له لوري په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو کې ویجاړې شوې ودانۍ او د بیا رغونې چارې ښودل کېږي. چارواکي وايي طوفان د شنبې په ماسپښین پیل شو.

د متحدو ایالتونو د هوا پېژندني ملي ادارې د شنبې په ورځ د طوفان او بوړبوکیو په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي وو، چې د کانټکي ایالت په هغې سیمې کې به سروي کوي، چې ظاهرآ دا طوفان او بوړبوکۍ ترې الوتلې ده.

د دغو سیمو خلک په ژمي کې له دا ډول سخت موسم او طوفان سره اشنا دي. دوه کاله مخکې د امریکا د هوا پېژندنې ادارې په یو شمېر ایالتونو کې د ۴۱ بوړبوکیو د راوتو خبر ورکړی و، چې ۱۶ یې د تینیسي او اته نورې یې د کانټکي په ایالتونو کې وې. په دغو پېښو کې ۸۱ تنه یوازې د کانټکي په ایالت کې مړه شوي وو.

د دغه راپور معلومات د اسوشیتډپرس له اژانس څخه اخیستل شوې.