،،چین د یوه سیاستمدار په هکله د فساد څېړنې کوي،،

د هانګ کانګ یوه ورځپاڼه لیکي چې چین پریکړه کړې چې د متقاعد سیاستمدار ژو یانګ کنګ پر ضد چې تر پروسږ کاله پوري د چین د مطرح کسانو له جملې څخه یو وو، د اداري فساد تحقیقات وکړي.

د ،، سوټ چینا مارنینګ پوست،، ورځپانې د جمعې په ورځ لیکلي دي چې د ښاغلي یانګ کنګ پرضد د تحقیقاتو د پریکړې پخلی د کمونست ګوند ځینو سرچینو هم کړی دی.

۷۰ کلن ژو د ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۲ کاله پوري د چین د کمونست ګوند د یوې واکمنې کمېټې غړی و او د هېواد د امنیت چارې یې هم څارلې.


تراوسه پوري د چین حکومت د یادشویو تحقیقاتو په هکله څه نه دي ویلي. که چیرې دا تایید شي نو دا به په څو لسیزو کې لومړۍ ځل وي چې چین د مرکزي کمېټې د پخواني یا اوسني غړي څخه تحقیقات کوي.

د هانګ کانګ د پوهنتون د سیاسي علومو پروفیسور جاسف چینګ امریکا غږ ته وویل چې فکر نه کوي ولسمشر ژي جین پینګ به چې تیر کال واک ته ورسېدی د چین د حکومت پر دومره لوړ پوړي پخواني چارواکي د اداري فساد تورونه ولګوي او دا قضیې پر مخ یوسي. ،،اوسنۍ رهبري نه معلومېږي چې وغواړي چې په سیاسي جنجالونو کې اخته شي او یا په ګوند کې پارټ او پارټ بازۍ کې ښکیله سي. داسي معلومېږي چې ولسمشر ژي جین پینګ د دې سره علاقه لري چې په ګوند کې توازن وساتي او د جنجالونو د رامنځ ته کېدو څخه مخنیوی وکړي.،،

ځینو دې ته هم اشاره کړې ده چې روانه اونۍ د ښاغلي ژو نوم په هغه لست کې راغلی وو چې د کمونست ګوند د یو مړه شوي چارواکي پر قبر باندې یې د ګلو ګېډې اېښی وه او حکومتي مطبوعاتو یې په هکله ریپوټ خپور کړی و. د دې نه داسي معلومېږي چې هغه اوس هم په سیاسي لحاظ فعاله دی.