د امریکا د متحدو ایالتونو په لویدیځې ویرجینیا کې د فدرال څارنوال وايي چې درې تنه یې د یو مشهور بدمعاش او جنایتګارې ډلې د غړي «وایټي بولګر» د قتل په قضیه کې تورن کړل.
چارواکي وايي چې د بوستن ښار دا بدمعاش په ۲۰۱۸ کال کې په زندان کې دننه په وهلو وهلو مړ شوی و.
د لویدیځې ویرجینیا د شمالي ولسوالۍ د لوی څارنوال دفتر د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۸ (زمری۲۷) په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه. په اعلامیې کې ویل شوي چې درې کسان فریډي (۵۵ کلن)، پاول ډیکولوګیرو (۴۸ کلن) او سین مکینن (۳۶کلن) تېره ورځ د لومړۍ درجې قتل په دسېسې کې تورن وپېژندل شول.
دا درې کسان د لویدیځې ویرجینیا د «بروستن میلز» د «هزلټون» په زندان کې بندیان وو او ۸۹ کلن مشهور بدمعاش وایټي بولګر هم په همدغه زندان کې د خپلو یو لړ خونړیو جرمونو له کبله د عمر سزا بند تېروه.
په اعلامې کې ویل شوي دي چې «د ۲۰۱۸ د اکتوبر په میاشت کې فریډي او پاول دغه بدمعاش ځو ځلې په سر وهلی چې دا کار یې د مرک لامل شوی» دی. دا دواړه کسان همدغه راز د لومړۍ درجې په قتل کې په همکارۍ هم تورن شوي، دا په داسې حال کې ده چې «فریډي» د قتل په یوې بلې قضیې هم له تور سره مخامخ دی. دا دواړه نور تورن کسان لا هم په زندان کې دي.
درېیم کس، چې مکینن دی، د پنجشنبې په ورځ د امریکا د فلورېډا په ایالت کې ونیول شو. دی تورن دی چې د فدرال یو استازي ته یې درواغ ویلي دي. مکینن له زندان څخه ازاد شوی و خو د فدرال تر څار لاندې و.
وژل شوی مشهور بدمعاش وایټي بولګر په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰م کالونو کې د امریکا د بوستن په ښار کې ۳۰ کال د جنایتکارو د یوې ډلې مشر و او تر څنګ یې د امریکا د فدرال تحقیقاتي ادارې ته به یې معلومات هم ورکول.
نوموړی ۱۶ کال فراري او د پولیسو تر تعقیب لاندې و چې بالاخره په ۲۰۱۱ کال کې ونیول شو او د فدرال یو ۱۲-کسیز منصفه پلاوي په ۳۱ بېلابېلو قضیو کې تورن کړ.
د فرانسې خبري اژانس وايي چې وایټي بولګر د هزلټون زندان ته، چې کلک امنیتي تدابېر یې نیول شوي، له انتقال یوه ورځ وروسته مړ وموندل شو. هغه د ۱۱ قتلونو، اختلاس، ناقانونه پېسو د کارولو او نورو بېلابېلو تورونو له کبله دوه ځلې د عمر بند په سزا محکوم شوی و.
د وایټي بولګر «له جنایتونو ډک ژوند» په یو لړ کتابونو کې یاد شوی او یو شمېر فلمونو کې هم انځور شوی دی. د ده د ژوند څخه په الهام «The Departed» جوړ شوي فلم په ۲۰۰۶ کال کې د اوسکار جایزه هم وګټله.