مککال: د سپینې ماڼۍ پخوانۍ ویاندې توافق کړی له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ګواهي ورکړي

جن ساکي د سپینې ماڼۍ پخوانۍ ویانده ده

د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وايي چې د سپینې ماڼۍ پخوانۍ ویاندې جین ساکي‌ توافق کړی چې دغې کمېټې ته به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه ګواهي ورکړي.

مککال په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي دي چې له نهو میاشتو هڅو وروسته جین ساکي منلې چې د ګواهۍ ورکولو لپاره به دغې کمېټې ته حاضریږي، خو شرط دا دی چې سپینه ماڼۍ به یې منظوروي.

هغه ویلي دي چې د ساکي د حضور په اړه محدودیتونه او یا د حقیقت پټولو هڅې به ونه مني. مککال په یو لیک کې ویلي چې د هغه دفتر د جولاۍ ۲۶ د ګواهي ورکولو لپاره د ساکي د حضور د ژمنې نېټه منلې او دا ګواهي لیکلې ثبتېږي.

هغه ویلي‌ دي تمه ده چې ساکي د جون تر ۲۶ نېټې پورې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د خپل حضور مسئله حل کړي او که داسې ونه شي «زه به ستاسو د جون د ۱۲مې نېټې ځواب ستاسو د نه حاضر کېدو په توګه ومنم او بیا به تاسو مجبوره یاست چې د ۲۰۲۴ کال د جولاۍ په ۲۴ نېټه ګواهي» ورکړی.

متحدو ایالتونو په افغانستان کې له تقریبآ دوې لسیزې جګړې وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱ نېټه له هغه هېواد څخه خپل عسکر واېستل.

د پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ګډون جمهوریت غوښتونکي له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ستونزمن خروج په اړه انتقادونه کوي. د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د دونالډ ټرمپ په وخت کې وشو چې په اساس یې باید امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي وای.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو د پرېکړې ننګه کوي او وايي چې دا کار یې د دپلوماتیکو او پوځي مشرانو سره له سلا مشورو وروسته او د امریکا ملي ګټو ته په کتو کړې ده. هغه دا خبره هم کړې ده چې له افغانستان څخه د تخلیې پروګرام په تاریخ کې ساری نه لري.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن هم ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له کبله هېڅ ډول پښیماني نه لري.

د «The Hill» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ساکي یو مدافع وکیل د جون په ۱۲ نېټه مککال ته لیکلي دي‌ چې سپینه ماڼۍ باید د ساکي ګواهي تائید کړي،‌ ځکه چې هغه یو عادي شخص ده او د اجرايي قوې د پرېکړې صلاحیت نه لري.

مککال د روانې میاشتې په سر کې ګواښ کړی و که جین ساکي توافق ونه کړي، احضاره به یې کړي.

دغې ورځپاڼې د جین ساکي نظر پوښتلی او هغې مدافع وکیل ویلي چې ساکي د بهرنیو اړیکو د کمېټې د کار درناوی کوي او د امکان تر حده به د دغې کمېټې د قانوني نظارت غوښتونو کې مرسته وکړي.

جین ساکي په ۲۰۲۲ کال کې په سپینې ماڼۍ کې دنده پرېښوده او له هغه وروسته د MSNBC په تلویزوني شبکې کې د خپرونو کوربنه او سیاسي تحلیلګره ده.