بلینکن له حماس وغوښتل چې د غزې اوربند موافقه ومني

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سه شنبه اګست ۲۰ ( زمري ۳۰) له حماس وغوښتل چې په غزې کې د اوربند موافقه په سمدستي توګه ومني.

ښاغلی بلینکن چې په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړې پیل کیدو راهیسې سیمې ته په نهم ځل تللی، دا خبردای هم ورکړی چې د متحده ایالاتو له ملاتړ برخمن د اوربند توافق ښایي په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو لپاره "وروستی فرصت" وي.

د متحده ایالاتو دې جګپوړي ديپلومات اسرائیل، قطر او مصر ته د سفر په پای کې په خبري کنفرانس کې وویل چې "وخت مهم دی".

بلینکن په غزې کې د روانې جګړې په هکله وویل چې "د هرې ورځې په تیریدو ډیر ناوړه څیزونه هغو خلکو ته پیښیږي چې ارزښت یې نلري".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غزې کې د اوربند موافقې په هکله وویل، "دا باید وشي او باید په همدې راتلونکو ورځو کې وشي او مونږ به یې تر نهایي کیدو له هر امکان کار واخلو".

سیمې ته د انټوني بلینکن تر سفر وړاندې متحده ایالاتو او منځګړو هیوادنو په قطر کې تر ملاقات وروسته په غزې کې د اوربند لپاره نوې طرحه وړاندې کړله چې د د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا اسرائیل ورسره منلې ده خو حماس په لومړي سر کې دا موافقه رد کړې وه خو تر اوسه یې د امریکا غوښتنو ته ځواب ندی ویلی.

د متحده ایالاتو دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات په غزې کې د اسرائیل او حماس جګړې پیل کیدو راهیسې سیمې ته د خپل نهم سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره یې ملاقات "ډیر ګټور" و او دا یې هم وویل چي د اسرائیل مشر نوې طرحه منلې ده.

خو د سه شنبې په ورځ اسرائیلي مطبوعاتو د ښاغلي نیتنیاهو له قوله ویلي چې په یو شمیر مواردو لا هم اختلافات پای ته ندی رسیدلی.

نیتنیاهو ټینګار لري د غزې او مصر تر منځ د فیلادیلفي سرحد کنټرول باندې د اسرائیلي ځواکونو سره وي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي چې اسرائیل وار د مخه له غزې څخه د سرتیرو د وتلو مهال ویش او موقعیت باندې موافقه کړیده.

انټوني بلینکن د اسرائیل مشر څرګندونو په غبرګون کې وویل چې په غزې کې د جګړې د پیل راهیسې متحده ایالاتو دا "واضح کړې چې د اسرائیل لخوا د اوږدې مودې لپاره د غزې قبضه کول نه مني".

د متحده ایالاتو یو بل جګپوړي چارواکي بیا ویلي چې د نیتنیاهو دا ډول څرګندونې د اوربند په هکله موافقې ته رسیدو سره مرسته نکوي.