بلینکن: له هند تمه لرو چې کاناډا کې د سیکانو د یو مشر وژل کیدو په پلټنو کې همکاري وکړي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن جمعه سپټمبر ۲۲ (وږي ۳۱) وویل چې د هند حکومت څخه تمه لري په کاناډا کې د سیکانو د یو مشر د وژل کیدو په پلټنو کې همکاري وکړي چې کاناډا ویلي امکان لري پدې قتل کې د هند د حکومت اجنټان لاس ولري.

ښاغلي بلینکن په خبري کنفرانس کې وویل د هغو ادعاوو په هکله جدي اندیښنه لري چې د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو څرګندې کړي.

هغه زیاته کړه، "دا به د هند لپاره مهمه وي چې پدې پلټنو کې د کاناډا سره په ګډه کار وکړي. مونږ غواړو چې مسؤل بلل کیدنه وګورو".

د بهرنیو چارو وزارت څخه وړاندې سپینې ماڼۍ هم پدې هکله خپله اندیښنه څرګنده کړې وه.

بلینکن وویل چې د دې موضوع په هکله د کاناډایي همکارانو سره له نږدې سلا مشورې کوي.

په عین حال کې د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو ویلي هیله لري چې د هند حکومت به ګډ کار کولو ته زړه ښه کاندي تر څو وکړي شي د دې موضوع عمق ته ورسیږي.

ښاغلي ټروډو وویل چې د دې موضوع په هکله یې د هند د حکومت سره خپلې اندیښنې شریکې کړي خو دا یې ندي ویلي چې آیا د هند حکومت ورته ځواب ویلی که نه.

د سیکانو دا مشر هردیپ سینګ نیجار د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون په میاشت کې د کاناډا په وینکوور ښار کې د سیکانو د یو معبد بهر د دوو نقاب لرونکو لخوا په ډزو وژل شوی و.

نیجار چې د خالصتان په نوم د سکهانو د دولت د رامنځته کیدو یو فعال و، د هندي مقاماتو لخوا د ترهګرۍ او د قتل د دسیسې په تور غوښتل کیده.

د کاناډا د سکهانو نړیوال سازمان چې یوه غیر انتفاعي ټولنه او په کاناډا کې د سیکانو د ګټو دفاع کوي وایي چې نیجار دا تورونه رد کړي وو.

د هند حکومت په اوټاوا تور لګوي چې د سخت دریځو سک ملتپالو په فعالیتونو سترګې پټوي چې د هند په شمال کې د سکهانو د یو خپلواک دولت د جوړولو ملاتړ کوي.

په کاناډا کې مطبوعات وایي چې حکومت د ښاغلي نیجار د وژل کیدو په هکله د څو میاشتو پلټنو کې سیګنالي او بشري استخبارات راټول کړي او په کاناډا کې د میشتو هندي چارواکو مکالمې هم پکې شاملې دي.