بلینکن: غزه کې اوربند 'نتیجه ورکړې'، باید دوام وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن (چپ) په تل ابیب کې د اسرائیل له ولسمشر اسحاق هرزوګ سره وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لیندۍ نهمه) اسرائیل ته د سفر پر مهال وویل چې د اسرائیل او حماس په جګړه کې لنډمهالې وقفې "نتیجه ورکړې" او باید دوام ومومي.

په غزه کې نن د اوربند اوومه ورځ ده. د دغه اوربند د یو شرط په توګه تراوسه د اسرائیلي زندانونو څخه لږترلږه ۲۰۰ فلسطیني بندیان خوشې شوي او په بدل کې یې په لسګونو هغه یرغمل ازاد شوي چې د حماس وسله والو په اسرائیل کې د اکتوبر د اوومې په یو خونړي برید کې نیولي وو.

بلینکن په تل ابیب کې د اسرائیل له ولسمشر اسحاق هرزوګ سره په لیدنه کې وویل: "موږ په تیره اونۍ کې د یرغمل شویو کورونو ته د بیرته ستنیدو خورا مثبت پرمختګ لیدلی دی."

بلینکن زیاته کړه: "دا په غزه کې بې ګناه ملکي وګړو ته د اړتیا وړ بشري مرستو په رسولو کې د زیاتوالي لامل هم شوی دی... نو دا پروسه نتیجه ورکوي. دا مهمه ده، او موږ هیله لرو چې دوام ومومي."

دا مطلب هم ولولئ په غزې کې د اوربند موده په ختمېدو ده؛ نور یرغمل شوي هم پرېښودل شوي

د حماس وسله وال د اکتوبر په اوومه د غزې او اسرائیل ترمنځ له پوځي پولې واوښتل او د اسرائیل په تاریخ کې یې تر ټولو خونړی برید وکړ. اسرائیل وايي، په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي او شاوخوا ۲۴۰ نور یرغمل شوي دي.

په ځواب کې اسرائیل په غزه کې بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل، چې د حماس حکومت وايي، تر اوسه یې ۱۵۰۰۰ کسان وژلي، چې زرګونه یې ماشومان دي.

دواړو خواوو د تیرې جمعې په ورځ د متحده ایالاتو، مصر او قطر په منځګړیتوب، د ځلورو ورځو اوربند اعلان کړ او وروسته د ۴۸ نورو ساعتونو دپاره وغځول شو.

ددغه اوربند د شرط په توګه، حماس هره ورځ لس یرغمل خوشې کوي او د هر خوشې شوي یرغمل په بدل کې د اسرائیل له زندانونو څخه درې فلسطیني بندیان ازادیږي.

د جګړې د پیل راهیسې دا سیمې ته د بلینکن دریم سفر دی. تمه کیږي چې نوموړی په رام الله کې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د فلسطین ادارې له ولسمشر محمود عباس سره هم وګوري.

اسرائیل ته له تللو وړاندې بلینکن وویل، په دې سفر کې به د اوربند په غځولو تمرکز وکړي ترڅو د نورو یرغمل شویو کسانو خوشې کېدل او غزې تړانګې ته د مرستو دوام ډاډمن کړي.