بلینکن د تایوان نوي ولسمشر ته مبارکي وویله

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د تایوان نوي ټاکل شوي ولسمشر لای چینګ تې ته مبارکي ویلې او هیله یې ښودلې چې د هغه له ټاکل کېدو سره به واشنګټن او تایپي وتوانیږي "د تایوان په تنګي کې سوله او ثبات وساتي."

لای د دوشنبې په ورځ می ۲۰ (غویي ۳۱) د تایوان د ولسمشر په توګه په داسې حال کې لوړه وکړه چې دا سیمه د چین د پوځي فشارونو او جیوپولیتیکي کړکیچ سره مخامخ بلل شوې او د واشنګټن او بیجینګ اړیکې ترینګلي دي.

بلینکن په یو بیان کې وویل، د لای د هرکلي ترڅنګ، "موږ د تایوان خلکو ته هم مبارکي وایو چې یو ځل بیا یې د خپل پیاوړي او مقاومت لرونکي دموکراتیک سیسټم پیاوړتیا ښودلې."

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "د امریکا د خلکو او د تایوان خلکو ترمنځ ملګرتیا چې د دموکراتیکو ارزښتونو ریښه لري، دوه اړخیزو سوداګریزو، اقتصادي، کلتوري او خلکو ترمنځ اړیکو پراختیا ته دوام ورکوي."

هغه په تیرو اتو کلونو کې د متحده ایالاتو او تایوان تر منځ د "پیاوړې اړیکو" ساتلو په خاطر د پخواني ولسمشر تسای انګ وین ستاینه وکړه.

بلینکن وویل: "موږ له ولسمشر لای او د تایوان له سیاسي مشرتابه سره کار کولو ته سترګې په لار یو چې خپلو ګډو ګټو او ارزښتونو ته وده ورکړو، د اوږدې مودې غیر رسمي اړیکې ژورې کړو، او د تایوان تنګي په اوږدو کې سوله او ثبات وساتو."

لای د دوشنبې په ورځ د تایوان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د بلینکن دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې چین د دوشنبې په ورځ وویل چې پر درېیو امریکايي دفاعي کمپنیو به تایوان ته د وسلو د پلور له امله بندیزونه ولګوي.

واشنګټن په ۱۹۷۹ کې د تایپي پر ځای بیجینګ په ډپلوماتیک رسمیت وپیژند خو په همدي مهال کې، د تایوان ترټولو مهم ملګری او د وسلو لوی عرضه کونکی پاتې شوی دی.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن په استازيتوب یو پلاوی چې د ملي اقتصادي شورا پخوانی رئیس براین ډیس او د بهرنیو چارو پخوانی مرستیال ریچارډ ارمیټیج پکې شامل دي، د لای د لوړې په مراسمو کې د ګډون دپاره تایپي ته تللی دی.

د لوړې له مراسمو وروسته، له دغه پلاوي سره په کتنه کې، لای د تایوان له حکومت او خصوصي سکتور سره د امریکا له ملاتړ مننه وکړه.

هغه وويل: "موږ هيله لرو چې په راتلونکي کې، د امريکا اجرائيه څانګه او کانګرس به په بېلابېلو برخو لکه امنيت، اقتصاد، سوداګرۍ او ټکنالوژۍ کې دوه اړخيزو همکاريو ته دوام ورکړي."