بلینکن روسیه د ناسمو معلوماتو په خپرولو او په اوکراین کې د جګړې په پراخولو تورنه کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ، دسمبر پنځمه (لېندۍ ۱۵مه)، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د "ناسمو معلوماتو د سونامي" په خپرولو تورن کړ او مسکو یې په اوکراین کې د جګړې د زیاتولو مسوول وباله.

بلینکن او لاوروف د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په کلنۍ غونډه کې چې په مالتا کې وشوه، ګډون کړی و. دا د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې اروپایي هېواد ته د لاوروف لومړی سفر دی.

بلینکن وویل: "د خواشینۍ ځای دی چې زموږ همکار، ښاغلی لاوروف، غونډه پرېښوده او زموږ خبرې یې وانه ورېدې، سره له دې چې موږ د هغه خبرې په زغم واورېدې. البته، زموږ روسی همکار په دې کې ډېر مهارت لري چې خپل اورېدونکي د ناسمو معلوماتو په سونامي کې ډوب کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "خو موږ باید تېروتنه ونه کړو او نه باید بل چا ته اجازه ورکړو چې موږ وغولوي. دا د روسیې د امنیت په اړه نه وه او نه هم ده. دا د ښاغلي پوتین د امپراتورۍ د پروژې په اړه ده چې غواړي اوکراین د نقشې له مخې ورک کړي."

بلینکن زیاته کړه چې شمالي کوریا د روسیې د ملاتړ لپاره اوکراین ته ځواکونه استوي. هغه خبرداری ورکړ چې د اوکراین د انرژۍ زیربناوو، په ځانګړې توګه د دې هېواد پر اټومي بټۍ د روسیې بریدونه د دې غونډې ټولو ګډونکونکو هېوادونو ته ګواښ رامنځته کولای شي.

په دغه ناسته کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سایبېها، خپل روسي سیال لاوروف د "جنګي جنایتکار" په نوم یاد کړ او روسیه یې د اروپا د ګډ امنیت لپاره "تر ټولو لوی ګواښ" وګاڼه.

سایبېها، چې هېواد یې د اروپا د امنیت او همکارۍ له سازمان څخه د روسیې د ایستلو غوښتنه کړې، ګډونوالو ته وویل: "په دې سازمان کې د روسیې ګډون د اروپا د همکارۍ لپاره ګواښ دی... کله چې روسان وايي چې سوله غواړي، نو دروغ وايي."

هغه زیاته کړه: "اوکراین د خپلې بقا د حق لپاره جګړې ته دوام ورکوي. هغه روسي جنګي جنایتکار چې په دې غونډه کې ناست دی [لاوروف]، باید پوه شي چې اوکراین به دغه حق وګټي او عدالت به بریالی شي."

بلخوا، لاوروف په دې ناسته کې د اروپایي ټولنې، ناټو او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې توندې څرګندونې وکړې او ویې ویل چې لوېدیځ د "ساړه جنګ د بیا ژوندي کولو" په هڅه کې دی، چې د "تودو جګړو" د پیل خطر لري.

هغه ادعا وکړه چې په اسیا-پسیفیک سیمه کې د امریکا پوځي تمرینونه د "اروپایي او اسیايي سیمې بې ثباته کول" غواړي.

لاوروف د دې سازمان په مخکینۍ ناسته کې چې په شمالي مقدونیه کې جوړه شوې وه، ویلي وو چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په تدریجي ډول د ناټو او اروپایي ټولنې په "ضمیمه" بدلېدونکی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا، د چهارشنبې په ورځ وویل، چې ځینې لوېدیځ هېوادونه د دې سازمان له سرچینو څخه د خپلو شخصي ګټو لپاره استفاده کوي.

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د پنجشنبې په ورځ په مالتا کې خبریالانو ته وویل، چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان به نه یوازې د امنیت او آزادۍ ملاتړ ته دوام ورکړي، بلکې دفاع ته یې هم ژمنه ده.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په ۱۹۷۵ کال کې د دې لپاره جوړ شو چې د سړې جګړې پر مهال د ختیځ او لوېدیځ تر منځ کړکېچ کم کړي. دا سازمان د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او کاناډا په ګډون ۵۷ غړي لري.

د دې سازمان غړي په خپلو کلنیو ناستو کې د بشري حقونو او د وسلو کنټرول په اړه بحث او خبرې کوي.