بایډن او سوناک: پاکه انرژي او نوې تکنالوژي د ملي امنیت لپاره خورا مهم دي 

په سپینه ماڼۍ کې د بایډن او سوناک کتنه

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) د "اتلانټیک اعلامیې" باندې د موافقې خبر ورکړ چې یو محدود اقتصادي شراکت او تمرکز یې د انرژي پر لیږد او نوې رامینځته کیدونکي تکنالوژۍ باندې دی. دوی دا مشارکت د خپلو هیوادونو د ملي امنیت لپاره خورا مهم وګاڼه.

بایډن وویل چې دا موافقه به د متحده ایالاتو او انګلستان سره مرسته وکړي چې "د چټکې بدلیدونکې نړۍ په لومړۍ لیکه کې پاتې شي."

د "اتلانټیک اعلامیې" اصلي ټکي د مهمو او نویو تکنالوژیو، اقتصادي امنیت، ډیجیټلي بدلون او پاکې انرژۍ ته د انتقال څخه د متحده ایالاتو او بریتانیا د مشرتابه تضمین دی.

ښاغلي بایډن د مارچ په میاشت کې، ښاغلي سونک ته بلنه ورکړه چې متحده ایالاتو ته سفر وکړي ترڅو د تدارکاتو د کړۍ د امنیت او د اقلیم د بدلون په ګډون د اقتصادي ننګونو په اړه په نږدې کار کولو بحث وکړي.

خو بیا هم دغو دواړو مشرانو د متحده ایالاتو او بریتانیا ترمنځ د پراخې آزادې سوداګرۍ د تړون په لور د پرمختګ په اړه خبرې اترې ونکړې چې د بریتانیا محافظه کار ګوند په ۲۰۱۹ کې پرې د متحده ایالاتو سره د دریو کلونو په ترڅ کې د خبرو اترو ژمنه کړې وه.

تمه وه چې د سوناک او بایډن تر منځ د لیدنې پر مهال د امریکا او برتانیا ترمنځ د ازادې سوداګرۍ په ګډون په دوه اړخیزو اړیکو کې ناحل شوې مسلې هم مطرح شي، که څه هم د برتانیا د صدراعظم ویاند ویلي وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ په اړه بحث د دواړو هیوادونو د مشرانو د بحث په اجندا کې شامل ندی.

د "اتلانټیک اعلامیې" سربیره، بایډن او سوناک په سپینه ماڼۍ کې په نوې تکنالوژۍ، مصنوعي هوښ، اقتصادي اړیکو او د اوکراین څخه د ملاتړ په اړه خبرې وکړې.

بريتانيا پر دغه هېواد د روسيې د پوځي يرغل پر وړاندې د اوکراين يو له ملاتړو څخه دی او کيف ته يې د لېرې واټن ويشتونکو توغنديو په ګډون د وسلو د ورکولو خبر ورکړی دی.

د سپینې ماڼۍ په وینا، دا تړون به د سوداګرۍ او پانګونې اړیکې ژورې کړي، د اکمالاتو لړۍ به متنوع کړي او په دښمنو قدرتونو باندې به ستراتیژیکه اتکا راکمه کړي.

سوناک د بایډن سره د خپلو خبرو وروسته په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چین او روسیه "لیواله دي چې زمونږ د ازادۍ څخه ګټه پورته کړي او زموږ معنوي شتمنۍ غلا کړي، د استبدادي اهدافو لپاره له تکنالوژي استفاده وکړي او د انرژي په څیر مهمې سرچینې غلا کړي."

ددغه تړون د یوې برخې په توګه، دواړه هیوادونه به په انګلستان کې د تولید شويو مهمو معدني موادو په اړه خبرې اترې پیل کړي چې په بریښنایی موټرو او بیټریو کې کارول کیږي. له اروپايي ټولنې سره هم ورته خبرې روانې دي.

بایډن پدې لیدنه کتنه کې د اتلانتیک-اخوا په یووالي ټینګار وکړ او وویل: "هیڅ مهمه نړیواله موضوع نشته چې زموږ هیوادونه یې سره رهبري نه کړي."

هغه د کیف لپاره د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي په اړه د جمهوري غوښتونکو مخ په زیاتیدونکي شکونه کم ارزښته وګڼل او وویل: "زه باور لرم چې موږ به د اوکراین د ملاتړ لپاره تر هغه چې (جګړه) دوام وکړي، بودجه ولرو."

د اوکرایین د دوو جګپوړو پوځي تمویلونکو مشرانو د پنجشنبې د ورځې کتنه د لیتوانیا په ویلنیوس کې د ناټو تر غونډې مخکې یو پیغام واستاوه چې متحدین د کیف ملاتړ ته ژمن او متحد دي.

دا د اکتوبر په میاشت کې د صدراعظم په توګه د کار له پیل کولو راهیسې متحده ایالاتو ته د برتانیا د صدراعظم لومړی سفر دی، پداسې حال کې چې هغه او بایډن په دې کال کې درې ځله لیدلي دي.