بایډن لایحه امضا کړه او د فدرال حکومت د بندېدو مخه ونیول شوه

ولسمشر جوبایډن په خپل اکس حساب کې د لایحې د امضا کولو تصویر خپور کړی دی.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن هغه لایحه لاسلیک کړه، چې د نومبر تر نیمایي پورې د فدرال حکومت لګښتونه برابروي او په دې سره د حکومت د ځینو برخو د تړل کېدو مخه نیسي.

ولسمشر جوبایډن په خپل اکس حساب کې یو تصویر خپور کړی دی چې دا لایحه لاسلیک کوي. نوموړي د کانګرس له غړو څخه غوښتي دي، چې ژر تر ژره دې بېرته خپلو کارونو ته ستانه شي او کلنۍ مالي بودیجه دې تصویب کړي.

د متحدو ایالتونو سنا د شنبې په شپه په یو غیر معمول مجلس کې دا لایحه تصویب کړه او د امضا لپاره یې ولسمشر ته واستوله، چې په لویه کچه د فدرال حکومت د بندیدو مخه ونیول شي.

دا لایحه د متحدو ایالتونو د استازو په خونې کې له تائید وروسته، په سنا کې د ۸۸ موافقو او نهو مخالفو رایو سره تصویب شوه. د استازو په مجلس کې یې ۳۳۵ موافقې او ۹۱ مخالفې رایې ورکړل شوې وې.

د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي او په سنا کې بیا دموکراتان اکثریت رایې لري.

د دغې نوې لایحې په اساس به د نومبر د میاشتې تر ۱۷ نېټې پورې د فدرال حکومت لګښتونه برابرېږي. په لایحې کې د بحراني او کړکیچنو حالاتو لپاره د ولسمشر بایډن د ۱۶ میلیارده ډالرو وړاندیز ځای شوی دی، خو له اوکراین سره مرسته په کې شامله نه ده.

په کانګرس کې په دغې لایحې باندې له رایې اچوونې وروسته ولسشمر بایډن په یوې اعلامیې کې وویل چې د لایحې په تصویب سره «د یو غیر ضروري بحران، چې میلیونونو زیارکښو امریکانو ته به یې بیځایه درد رسوه، مخه ونیوله».

د استازو مجلس مشر کیون مککارتي د حکومت د بندېدو د مخنیوي لپاره دا لایحه وړاندیز کړې وه، یو شمېر سخت درېځو دریځو جمهوري غوښتونکو خبرداری ورکړی و چې د لایحي له منظورېدو وروسته به مک کارتي له مشرۍ څخه لیرې کړي.

په کلنې بودیجې کې ډېر بحث او اختلاف له اوکراین سره د مرستو په اړه دي. روسیې تېرکال په اوکراین باندې یرغل پیل کړ او متحدو ایالتونو له اوکراین سره پوځي او ملکي مرستې پیل کړې. واشنګټن له کیف سره د ۶۰ میلیارده ډالرو مرستو ژمنه کړې چې د ۴۳ ملیاردو څخه یې ډیرې پوځي دي.

د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي او دموکراتان دواړه یې د اوکراین سره د مرستو ملاتړ کوي خو دا چې په امریکا کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخابات نږدې کیدونکي دي، د رای ورکوونکو لپاره ښایي د اوکراین سره مرستې چندانې مهمه موضوع نه وي.

پدې انتخاباتو کې کاندیدان هم د رای ورکوونکو د زړونو ګټلو لپاره یوازې د اوکراین سره په مرستو ډیر ټینګار نکوي.

د امریکا اقتصاد، روغتیایي خدمات، کډوالي، د سقط جنین حقوق او ځیني نور کورني موضوعات هغه څه دي چې امریکایي رای ورکوونکي ورته ډیر پام کوي او د همدې موضوعاتو له مخې د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره خپل د خوښې کاندید غوره کوي.