په امریکا کې د طوفان له کبله بایډن خپل بهرني سفرونه لغوه کړل

ولسمشر جو بایډن د امریکا جنوبي سواحلو ته د طوفان د رارسېدو له کبله جرمني او انګولا ته خپل پلان شوي سفرونه لغوه کړل.

سپينې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ اکتوبر اتمه (تلې۱۷) په یوې اعلامیې کې وویل چې ولسمشر به په سپينۍ ماڼۍ کې ناست وي او د میلټن په نوم د طوفان په هکله به معلومات ترلاسه کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان-پيير وویل چې د طوفان «لوري او قوت» ته په کتو د ولسمشر په پلان کې تغیر راوستل ضرور وو.

لا معلومه نه ده چې ولسمشر بایډن به د څومره وخت لپاره سفر نه کوي، خو هغه ژمنه کړې ده چې د خپلې دورې تر پای ته رسېدو مخکې به افریقا ته سفر کوي.

وړاندوینه کېږي چې دا طوفان به د فلورېډا ایالت د ټامپا خلیج کې څه باندې ۳.۳ میلیون خلک اېسار کړي.

ویل کېږي چې دا طوفان به په ساعت کې ۲۳۰ کیلو میتر سرعت ولري او سیلابونه به هم ورسره مله وي.

د فلورېډا په غربي ساحل کې د طوفان د رارسېدو په اړه خبرداری خپور شوی او په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو او تصویرونو کې په سړکونو کې د موټرونو اوږده اوږده کتارونه لیدل کېږي چې له خطرناکو سیمو څخه خوندي سیمو ته روان دي.

وړاندوینې وايي چې د دغه طوفان قوي څپې به په ځايي وخت د چهارشنبې په شپه د ټامپا خلیج ته ورسېږي.