جو بایډن ۸۱ کلن شو او په سپینې ماڼۍ کې یې د زوکړې ورځ ونمانځله

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دوشنبه نومبر ۲۰ (لړم۲۹) خپله ۸۱یمه کالیزه په سپینې ماڼۍ کې په ټوکو ونمانځله خو د جمهور رئیس عمر د یو شمېر امریکایي رایه ورکوونکو لپاره د اندېښنې وړ یوه خبره بلل کېږي.

بایډن په سپیني ماڼۍ کې د خپلې ۸۱یمې کالیزې په مراسمو کې وویل،
" ۶۰ کلن کیدل ګران دي".

جو بایډن د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو مسن جمهور رئیس دی او پداسې حال کې یې عمر د دموکرات ګوند یو شمېر رایه ورکوونکو لپاره په اندیښنې بدل شوی چې هغه د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو لپاره ځان کاندید کړی.

که بایډن د ۲۰۲۴ کال انتخابات وګټي، د دویمې دورې په پای کې به ۸۶ کلن وي.

د جمهور رئیس بایډن سلاکاران هم په منظمه توګه په هغو کسانو انتقادونه کوي چې د هیواد سر اعلی قوماندان په توګه د ښاغلي بایډن د عمر په ډیروالي شک لري او پخپله بایډن بیا وایي چې د عمر سره عقل ډېرېږي او دا موضوع جدي نه بولي. خو د رایه ورکوونکو لپاره د بایډن عمر یوه اندیښنه ده.

په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو ډیره مشهوره شوې چې هغه پکې د امریکا د جمهور رئیس ځانګړې الوتکې (Air Force One) په زینو کې نږدې دی چې ولویږي او کله نا کله په خبري کنفرانسونو کې هم ګنګسوونکي ځوابونه ورکوي.

یو شمېر رایه ورکوونکي بیا د مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د عمر په اړه دا اندېښنه نه لري، چې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید دی.

سره له دې چې ټرمپ ۷۷ کلن دی خو په تازه انتخاباتي مبارزو کې وینا پر مهال هغه ځینې لفظي تېروتنې کړې دي. د بیلګې په توګه تېره میاشت کې دونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و چې امریکا د دویمې نړیوالې جګړې په څوکه ولاړه ده. دا هغه جګړه وه چې په ۱۹۴۵ کال کې پای ته رسیدلې.

هغه تازه په یوې بلې وینا کې د هنګري صدراعظم ویکټور اوربان د ترکیې جمهور رئیس بللی و.

د نظر معلومولو یوه تازه سروې چې د جمهوري ریاست احتمالي کاندیدانو د عمر په هکله د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او ABC تلویزیونې شبکې کړې، ۷۴ په سلو کې امریکایانو ویلي چې بایډن د جمهوري ریاست دویمې دورې لپاره به ډیر مسن وي پداسې حال کې چې دا رقم د ټرمپ په برخې کې ۵۰ په سلو کې دی.

خو سپینه ماڼۍ د نظر معلومولو دا ډول سرویګانې ردوي. دوي له یوې خوا تازه د دموکرات ګوند بري یادوي او دا ټینګار هم کوي چې جو بایډن د ۲۰۲۰ کال جمهوري ریاست انتخاباتو کې هم دونالډ ترمپ ته ماتې ورکړې وه. جو بایډن په هغه وخت کې ۷۷ کلن و.

په یوې بلې سروې کې چې Yahoo/YouGov کړې، ۵۴ په سلو کې امریکایانو پکې ویلي چې جو بایډن د جمهور رئیس دندې پر مخ وړلو لپاره نوره وړتیا نلري.

په متحده ایالاتو کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په میاشت کې کیږي چې د دموکرات ګوند لخوا ورته برحال جمهور رئیس جو بایډن او د جمهوري غوښتونکي وروستی کاندید لا ندی معلوم.

سره لدې چې دونالډ ټرمپ په ګڼ شمیر حقوقي او جنایي قضیو کې تورن دی او تر اوسه یې د دې ګوند د کاندیدانو په دوو مباحثو کې هم برخه نده اخیستې خو هغه بیا هم د جمهوري غوښتونکو په کاندیدانو کې تر دې دمه تر ټولو مخکې دی.