د چین د ژمني المپیک لوبو پای؛ ناروی تر ټولو زیات مډالونه وګټل  

د چين ژمني اولمپيک لوبې چې د ورزشي او ديپلوماتيکو جنجالونو سره ملې وې، د يکشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب اوله) پای ته ورسېدلې.

د دغې نړیوالې ورزشي پیښې د پای مراسم د بېجينګ د «مرغۍ جاله» لوبغالي کې جوړ شوي وو چې د چين ولسمشر شي جين پينګ هم په کې ګډون کړی و.

د چین د ژمني المپیک په لوبو کې ناروې د ۳۷ مډالونو - ۱۶ د سرو زرو، اته د سپینو زرو او ۱۳ برونزو په ګټلو سره لومړی مقام، جرمني د ۲۷ مډالونو - د ۱۲ سرو زرو، ۱۰ د سپینو زرو او پنځه برونزو، په ګټلو سره دوهم ، چین د ۱۵ مډالونو – نهو د سرو زرو، څلور د سپینو زرو او دوه برونزو سره دریم او امریکا د ۲۵ مډالونو - اته د سرو زرو، لس د سپینو زرو او اوه د برونزو په ترلاسه کولو سره څلورم مقام ترلاسه کړ.

د بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو د پای په اعلانولو سره، د اولمپيک د نړيوالې کميټې مشر توماس باخ د اولمپيک د لوبو دغه سپورتي سيالۍ يوه نه هېرېدونکې تجربه وبلله.

ښاغلي باک په یوه وینا کې دې خبرې ته په اشارې چې د بیجینګ د ژمني المپیک سیالۍ د کروناویروس د وبا د خپریدو سبب نه شوې وویل: "که موږ غواړو چې په پای کې په دې ناروغۍ بریالي شو، موږ باید ګړندي واوسو، باید لوړ هدف ولرو او باید غښتلي اوسو او باید د یو بل تر څنګ ودریږو."

د لوبغالي تر چت لاندې د ۳۰۰۰ ورزشکارانو او ۶۵۰۰۰ نورو نندارچیانو راغونډېدو د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د خپرېدو په اړه لویه اندېښنه رامنځته کړې وه.

د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر وویل: "د المپیک د پیوستون په دې روحیه کې، موږ په نړیواله ټولنه غږ کوو چې د ټولې نړۍ لپاره واکسینونو ته مساوي لاسرسی برابر کړي."

دغه مراسم چې په اورلوبې او د نور په وړانګو سره تر سره شول، د بېجينګ د شپې په اسمان کې د اور په لمبو سره د "يوه نړۍ" کلمه ولیکل شوه.

په هرصورت، د بیجینګ ژمني المپیک سیالۍ په چین کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په ځانګړي توګه د اویغور مسلمان اقلیت سره د حکومت د ظالمانه چلند په خاطر د متحده ایالاتو او یو شمیر نورو لویدیځو هیوادونو لخوا د ډیپلوماتیک بایکاټ سره مخامخ شوی وې.