بنګله دېش د افغانستان سره ټیست لوبې کې د خپلو ځینو لوبغاړو په اړه اندېښمن دی

تمیم اقبال د بنګله دېش خورا مجرب لوبغاړی دی

بنګله دېش وايي لا تراوسه معلومه نده چې پرانیستونکی توپ وهونکی تمیم اقبال د افغانستان پروړاندې ټیسټ لوبې دپاره په صحي لحاظ چمتو دی او که نه.

د بنګله دېش کپتان او الراونډر لوبغاړی شکیب الحسن هم په ګوته د زخمي کېدو له کبله له افغانستان سره په لوبه کې نشته او د تیز توپ اچونکي تسکین احمد په اړه هم تراوسه په دقیقه توګه معلومه نده چې پدې لوبه کې به برخه ولري.

د افغانستان او بنګله دېش ټیست لوبه د چهارشنبې په ورځ جون ۱۴ (غبرګولی ۲۴) په پایتخت ډاکه کې پیلیږي.

بنګله دېش وايي د سبانۍ سیالۍ له پیلېدو وړاندې د خپلو لوبغاړو په تمریني لوبه کې غواړي معلومه کړي چې د تمیم اقبال روغتیا څنګه ده او ایا د لوبې دپاره چمتو دی او که نه.

د بنګله دېش د ټیم روزونکي چندیکا هاتوروسینګا د سه شنبې په ورځ وویل: "فکر کوم هغه به نن تمرین وکړي او ګورو چې څه احساس کوي. هغه پرون هم تمرین وکړ. په فیلډینګ او بیټینګ کې یې ستونزه لرله. موږ به د نن له تمرین وروسته د هغه وضعیت ارزیابي کړو."

که تمیم اقبال و نه لوبیږي نو ذاکر حسن او محمود الحسن به ښايي د بنګله دیش بیټینګ پرانیزي.

روزونکي هاتوروسینګا وویل په لوبه کې د تسکین احمد د شمولیت په اړه هم ډاډمن ندی. هغه د زخمي کیدو له کبله د اپریل په میاشت کې له ایرلینډ سره په ټیست لوبه کې نه و. دا لوبه بنګله دیش په اوو ویکټو وګټله.

هاتوروسینګا وویل د سه شنبې له تمرین وروسته به د افغانستان سره په لوبه کې د تسکین د ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه کوي.

افغان لوبغاړي ددې لوبې دپاره د جون په لسمه بنګله دېش ته ولاړل. دواړو خواوو له دې وړاندې په ۲۰۱۹ کې یوه ټیسټ لوبه کړې وه چې افغانستان د ۲۲۴ منډو په توپیر ګټلې وه.