افغانستان د کرکټ لوبه کې بنګله دېش ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د کرکټ د شل اوریزو لوبو د لړۍ په لومړنۍ لوبه کې د جمعې په ورځ جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) افغانستان کوربه هېواد ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

د بنګله دېش په سلهیټ کې د نننۍ لوبې پچه د بنګله دېش کپتان شکیب الحسن وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د افغانستان د توپ وهنې په برخه کې محمد نبي په ۴۰ توپونو ۵۴ منډې پوره کړې. عظمت عمرزي د څلورو شپږیزو په مټ په ۱۸ توپونو ۳۳ منډې وکړې، او تر نورو ښه وځلېدل.

شکیب الحسن په څلورو اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او د افغانستان دوه لوبغاړي یې وسوځول.

د دې سیریز دویمه لوبه به د یکشنبې په ورځ په همدې میدان ترسره شي.

د افغانستان په لوبډله کې دا لوبغاړي شامل دي: راشد خان (کپتان)، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد

د بنګله دیش لوبډله: شکیب الحسن (کپتان)، لیتن داس، روني تالقدار، نجم الحسین، توحید هریدوی، شمیم حسین، مهدي حسن میراز، نسیم احمد، مستفیض الرحمن، تسکین احمد، شرف الاسلام