بند امیر د کریم جنت د سلیزې په مرسته د قوش تپې اتلولي وګټله

بند امیر د قوش تپې سیالیو اتلولي وګټله

په افغانستان کې د « قوش تپه ملي شل اوریز جام» په نوم د کرکټ شل اوریزې سیالۍ د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېدې او بند امیر اتلولي وګټله.

دا ټولې لوبې په کابل کې وشوې. په پایلوبې کې بند امیر لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي د پچې له ګټلو وروسته د مس عینک په وړاندې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بند امیر په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې مس عینک ته د ۱۹۶ منډو هدف وټاکه، چې مس عینک لوبډلې پوره نه شو کړای او پایلوبه یې وبایلله.

د دغې لوبې غوره لوبغاړی کریم جنت شو. ده په توپ وهنې کې ۱۰۷ منډې وکړې او په توپ اچوونې کې یې د مس عینک څلور لوبغاړي هم وسوځول.

په دغو سیالیو کې پنځه لوبډلې وې: سپین غر، مس عینک، امو، بند امیر او بوست. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو تر څنګ، د الف، ۱۹ کلنو او نورو داخلي لوبډلو یو شمېر غوره لوبغاړي هم په دغو سیالیو کې ولوبېدل.

سمیع الله شینواری د سپین غر، ابراهیم ځدراڼ د مس عینک، حشمت الله شهیدي د بند امیر، شرف الدین اشرف د امو او نجیب الله ځدراڼ د بوست لوبډلې کپتانان دي.

د کرکټ بورډ مسئولین وايي چې د دغو سیالیو اصلي هدف نړیوال جام ته د افغان لوبغاړو چمتو کول دي، خو تر څنګ یې داخلي لوبغاړو ته د لوبو فرصت برابرول او په کور دننه د کرکټ وده ده.

افغانستان د راشد خان په مشرۍ د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو ته لوبغاړي اعلان کړي او ټاکل شوې چې په همدې اوونۍ ویسټ انډیز ته ولاړ شي. په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د جون په درېیمه نېټه په ګیانا کې ده.