د فوټبال نړیوال فدراسیون د پاکستان غړیتوب ځنډولی

د پاکستان د فوټبال ملي لوبډله (د ارشیف عکس)

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) اعلان کړی چې د پاکستان د ملي لوبډلې غړیتوب یې ددغه فدراسیون د لارښوونو څخه د سرغړونو له کبله ځنډولی دی.

په فیفا کې د پاکستان غړیتوب په داسې حال کې ځنډول شوی چې د ۲۰۲۷ اسیا جام لپاره د غوراوي سیالیو ته یوه میاشت پاتې ده.

فیفا ویلي چې د پاکستان د فوټبال فدراسیون شورا د جنوري په ۲۵مه رایه ورکړې او په خپلو مقرراتو کې د فیفا او فوټبال د اسیا کنفدراسیون لخوا پیشنهاد شوي بدلونونه یې رد کړي دي.

د فوټبال پاکستاني نړیوال لوبغاړي نویدالرحمن اسوشیتد پرس ته وویل: "دا نوره د حیرانتیا خبره نه ده ځکه چې د پاکستان په فوټبال کې د واک په سر مبارزه روانه ده او خلک پکې د شخصي ګټو لپاره کار کوي او د لوبې پروا نه کوي."

نویدالرحمن زیاته کړه: "فیفا او اسیا فوټبال کنفدراسیون هم باید یو څه ملامتي ومني ځکه چې دا یوه تکراري مسله ده چې باید دمخه حل شوې وای."

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان د فوټبال په فدراسیون باندې بندیز لګیږي. فیفا په ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو کې د پاکستان د فوټبال فدراسیون په چارو کې د دریمګړو د لاس وهنې له کبله د پاکستان غړیتوب وځنډاوه. په ۲۰۱۹ کې فیفا د پاکستان د فوټبال د چارو د ادارې او ددغه هېواد د فوټبال فدراسیون د شورا د ټاکنو د تنظیم کولو لپاره ځانګړې کمیټه وګمارله. که څه هم ټاکنې تراوسه ندي ترسره شوي خو دغه کمیټه اوس هم فعالیت کوي.

د پاکستان فوټبال فدراسیون له کې کبله هم تر نیوکو لاندې دی چې د ۲۰۱۹ راهیسې یې د کورني فوټبال د ودې لپاره داخلي ټورنمنټونه ندي جوړ کړي. ددغه هېواد ملي ټیم د ۲۰۱۵ کال راهیسې په خپله خاوره کې د هیڅ لوبې کوربتوب نه و کړی.

خو په ۲۰۲۳ کې پاکستان وتوانېد چې په اسلام اباد کې په یوه لوبه کې کمبوډیا ته ماتې ورکړي او په لومړي ځل د نړیوال جام د غوراوي د لوبو دوهم پړاو ته لار ومومي. پاکستان له هغه وروسته شپږ نورې نړیوالې لوبې وکړې او د راتلونکي په اړه یې خوشبیني پیدا شوه.

خو نویدالرحمن وايي، "هر ځل چې د پاکستان په فوټبال کې مثبت خوځښت راشي، نو یو څه پیښیږي. زما د عمر د یو لوبغاړي لپاره، تیر ۱۰ کلونه خورا ناوړه وو. د فیفا لخوا درې ځله بندیزونه او د کرونا وبا لامل شوي چې موږ خپل د عمر ډیر قیمتي وخت له لاسه ورکړو."

د پاکستان د فوټبال ملي ټیم د فیفا د ۲۱۰ غړیو هېوادونو په درجه بندۍ کې ۱۹۸م مقام لري. ټاکل شوې وه چې د اسیا جام د غوراوي د لوبو د برخې په توګه، پاکستان د مارچ په ۲۵ د سوریې سره لوبه وکړي خو د اسیا فوټبال کنفدراسیون ویلي چې که پر پاکستان باندې د فیفا لخوا لګول شوی بندیز د مارچ تر څلورمې نیټې پورې لیرې نشي نو پاکستان به په دغو لوبو کې ګډون ونلري.

د پاکستان د فوټبال فدراسیون سرپرست محمد شاهد نیاز کوکهر ددغه فدراسیون شورا ته د فبروري په ۱۲مه په یو لیک کې ویلي چې دا شورا به د فبروري په ۲۷مه په لاهور کې بیړنۍ غونډه کوي او په دې غونډه کې "د پاکستان د فوټبال فدراسیون په مقرراتو کې د فیفا او اسیا فوټبال کنفدراسیون لخوا د پیشنهاد شویو بدلونونو د پلې کېدو په اړه بحث کیږي."