چارواکي: د ښوونځي یو شاګرد د امریکا په میشګن ایالت کې درې تنه ووژل

امریکایي چارواکي وایي چې د ښوونځي یوه ۱۵ کلن شاګرد د سه شنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لیندۍ ۹) د میشګن ایالت په یوې عالي لیسه کې درې زده کوونکي وژلي او د یوه ښوونکي په ګډون یې شپږ نور ټپیان کړي دي.

د یاد ایالت د اوکلنډ ناحیې امنیتي مرستیال مایک مکب په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د میشګن د اکسفورډ ښارګوټي‌ په اکسفورډ ښوونځي کې د برید علت معلوم ندی.

په دغه ښارګوټي کې کابو ۲۲ زره کسان ژوند کوي او د دیټرویټ شمال پلو په ۴۸ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د پولیسو دغه چارواکي وویل چې د غرمې په ۱۲:۵۵ دقیقو یې په ښوونځي کې د یوه وسله وال بریدګر د شتون په اړه د ۹۱۱ عاجلې شمیرې له لارې ګڼ شمیر زنګونه ترلاسه کړل او هغوی هم سمدستي اقدام وکړ.

چارواکو شکمن کس په ښوونځي کې نیولی او له هغه څخه یې یو نیمه اتومات ټوپک هم ترلاسه کړی دی.

مک کب وویل:" امنیتي ځواکونه ورسره مخامخ شول او هغه له ځانه سره وسله درلوده، هغه یې ونیو."

نوموړي زیاته کړه، شکمن کس د نیول کیدو پرمهال ټپي شوی نه وو او هغه دا هم ونه ویل چې څنګه یې وسله ښوونځي ته وړې وه. چارواکو تر اوسه د شکمن بریدګر او قربانیانو هویت څرګند کړی ندی.

له برید وروسته ښوونځی قرنطین شو او یو شمیر ماشومان په ټولګیو کې وساتل شول څو امنیتي مامورین خپلې پلټنې وکړي. وروسته بیا زده کوونکي یوې نږدې مغازې ته یوړل شول څو له هغه ځایه د خپلو کورنیو له خوا یوړل شي.

امنیتي چارواکي وایي چې هغوی به د برید د انګیزې د معلومولو په اړه خپلو پلټنو ته دوام ورکړي او څیړونکي به د ټولنیزو رسنیو پوستونه هم وګوري.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا "FBI" د روان میلادي کال د سپټمبر په ۲۷ نیټه وویل چې په امریکا کې په ۲۰۲۰ کال کې قتلونه د ۲۰۱۹ کال په پرتله کابو ۳۰ سلنه زیات شوي دي.‌

د یادې ادارې د کلني راپور له مخې، د قلتونو جرایم په ټوله امریکا کې له تاوتریخوالو څخه هغه ډک موارد دي چې زیات شوي دي.

د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي دي چې امریکا په ۲۰۲۰ میلادي‌ کال کې له تاوتریخوالو څخه د ډکو ۱.۳ میلیونه پیښو شاهد پاتې شوېده او په دې کال کې د ۱۸ زره کسانو د وژل کیدو راپور ورکړل شوی دی.

د FBI د راپور له مخې اکثریت دغه قتلونه د وسلو په واسطه شوي او په دې منځ کې هر درې کسان چې په ۲۰۲۰ کال کې وژل شوي، په منځنۍ توګه دوه یې د وسلې په واسطه له منځه تللي دي.

اکثریت منتقدین په دې باور دي چې د امریکا دولت وسلو ته د خلکو د لاسرسي د محدودیدو په برخه کې کافي اقدامات ندي کړي. دا منتقدین وایي د ورته پیښو د مخنیوي لپاره پکاره ده چې د هغو کسانو سابقه وکتل شي کوم چې غواړي وسله واخلي.