د ښځو فوټبال نړیوال جام؛ د اسټرالیا او انګلستان لوبډلې نیمه پایلوبې ته ووتلې

د ښځو فوټبال د روان نړیوال جام د کوارټر فاینل په دوو وروستیو سیالو کې چې نن شنبې، د اګست ۱۲ (زمري ۲۱مه) د اسټرالیا او فرانسې او د کولمبیا او انګلستان لوبډلو ترمنځ وشوې، اسټرالیا او انګلستان خپلو سیالو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره د روان جام نیمه پایلوبې ته ورسیدې.

لومړۍ لوبه چې د اسټرالیا او فرانسې لوبډلو تر منځ د اسټرالیا په بریزبن ښار کې تر سره شوه، په قانوني او اضافي وختونو کې بیله کومې نتیجې،‌ مساوي پای ته ورسیده.‌ له همدې امله نیمه پایلوبې ته د تلو پریکړه د پنالټي شوټونو پرمټ وشوه.‌

کوربه اسټرالیا،‌ فرانسې لوبډلې ته د پنالټي په شوټونو کې د ۶-۷ په توپیر ماتې ورکړه. پدې توګه دا د اسټرالیا د ښځینه فوټبال په تاریخ کې لومړی ځل و چې د ښځو فوټبال د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته یې لاره وموندله.

د فرانسې لوبډلې په ماتولو سره به اوس کوربه اسټرالیا د انګلستان لوبډلې سره پایلوبې ته د تلو پر سر سیالي وکړي. دواړه لوبډلې به د چهارشنبې په ورځ، د اګست پر ۱۶مه، په سیدني کې سره مخامخ شي.

په ورته وخت کې، د سویډن او اسپانیې د فوټبال ښځینه لوبډلې چې د جمعې په ورځ،‌ د اګست ۱۱ (زمري ۲۰مه)‌ په کواټر فاینل سیالیو کې یې خپلو سیالانو جاپان او هالنډ ته ماتې ورکړه، راتلونکې سه شنبې،‌ د نیوزیلنډ په پلازمینې اکلنډ کې به د یوبل سره سیالي وکړي.

د کواټر فاینل په دویمه لوبه کې چې د اسټرالیا په سیدني ښار کې تر سره شوه، د انګلستان لوبډلې د لاتینې امریکا یواځینې استازي، کولمبیا ته ۲-۱ ماتې ورکړه.

په روان نړیوال جام کې د امریکا، جرمني، فرانسې، جاپان او کاناډا په ګډون د فوټبال د پیاوړو لوبډلو په حذف کېدو سره، داسې انګیرل کیږي چې د انګلستان د فوټبال ښځينه لوبډله چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو کې یې د امریکا او جاپان څخه په نیمه پایلوبې کې ماتې خوړلې وه، به وکولای شي د لومړي ځل لپاره دغه جام په خپل نوم کړي.

د یادونې وړه ده چې د روان جام په کواټر فاینل کې، د اسټرالیا او فرانسې لوبډلو د ۲۰ پنالټي شوټونه په وهلو سره د فوټبال په تاریخ کې د پنالټي شوټونو یو تر ټولو اوږد ریکارډ جوړ کړ.

د ۲۰۲۳ کال د ښځو نړیوال جام سیالۍ، چې د جولای په ۲۰مه د نیوزیلنډ او استرالیا په ګډ کوربتوب سره پیل شوې،‌ د اګست په ۲۰مه، د اسټرالیا په سیډني کې به پای ته ورسیږي.