امریکا او اسټرالیا دفاعي همکاري پراخوي

متحده ایالاتو او اسټرالیا شنبې جولای ۲۹ (زمري۷) د دفاعي همکارۍ نوي تړونونه اعلان کړل چې له مخې به یې نه یوازې په اسټرالیا کې د امریکا د سرتیرو، الوتکو او کښتیو شمیر ډیر شي بلکې د دواړو هیوادونو تر منځ به نظامي همکاري لا پراخه شي.

د دفاعي اړیکو دا پراخوالی "ستر ګام" بلل شوی.

د نوي تړونونو له مخې به په اسټرالیا کې د متحده ایالاتو سرتیري په دوراني بڼه دیره وي او شمیر به یې هم ډیریږي او همدارنګه به اسټرالیا د متحده ایالاتو دفاعي قابلیتونو په تولید کې راګډه شي.

د اسټرالیا د دفاع وزیر رچارډ مازلیز د دې هیواد د برزبین په ښار کې د دواړو هیوادونو د وزیرانو ۳۳مې کلنۍ غونډې پای ته رسیدو څخه وروسته خبریالانو ته وویل چې "اسټرالیا په اوس وخت کې د امریکا څخه غوره ملګری نلري".

د اسټرالیا دې جګپوړي نظامي چارواکي همدارنګه وویل چې د سرتیرو، جنګي کښتیو او کشفي الوتکو تر څنګ به پدې هیواد کې د متحده ایالاتو اوبتلونه چې اتومي وړتیا لري تر هغه وخته دیره وي تر څو چې اسټرالیا خپل دا شان اوبتلونه نه وي تر لاسه کړي.

د امریکا او اسټرالیا چارواکو دا هم ویلي چې د تازه تړونونو له مخې به اسټرالیا د متحده ایالاتو د توغندیو او مهماتو تولیدولو کې راګډه شي.

د اسټرالیا د دفاع وزیر پدې هکله وویل، " مونږ هیله لرو چې په راتلونکو دوو کالونو کې به په اسټرالیا کې د توغندیو د تولید پیل کیدل ووینو".

متحده ایالات داسې مهال د وسلو په تولید کې د اسټرالیا راګډولو خبره کوي چې په اوکراین کې د روسیې د یرغل څخه وروسته د متحده ایالاتو په ګډون ګڼ شمیر هیوادونو کیف ته وسلې ورکړي خو اوکراین غواړي چې د وسلو ورکړه دې ډیره شي او پرمختللې وسلې دې هم ورکړل شي.

امریکایي چارواکو ویلي چې د پلان له مخې به لومړی د اسټرالیا سره د هغو توغندیو وارولو سیستمونو تولید کې مرسته وشي چې خپل هدف د لارښوونې له مخې ولي او وروسته به ۱۵۵ ملي مټره سرګلولو تولید باندې هم کار وشي چې اوکراین یې د پخوا راهیسې په ډیره پیمانه غواړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن پدې هکله وویل چې دا ډول نوښتونه به په سیمې کې بحرانونو ته د ځواب ویلو لپاره "زمونږ وړتیا لا قوي کړي" او دا ډول همکاري یې د متحده ایالاتو او اسټرالیا تر منځ د دفاعي همکارۍ د پراخیدو لپاره مهم ګام وباله.