د سکاتلنډ څخه د اسټرالیا لوبې ګټلو انګلنډ د نړیوال جام بل پړاو ته وویست

د اسټرالیا لوبډلې شنبه جون ۱۵ ( غوایي ۲۶) د کرکټ ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې د سکاتلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه او پدې سره یې په لومړي پړاو کې خپلې څلور واړه لوبې وګټلې.

سکاتلنډ په ۲۰ اورونو کې ۱۸۰ منډې کړې وې او پنځه لوبغاړي یې سوځیدلي و. اسټرالیا بیا دا هدف د لوبې په ۱۹.۴ اورونو کې پداسې حال کې پوره کړ چې پنځه لوبغاړي یې سوځیدلي و.

د اسټرالیا لپاره مارکویس سټواینس تر ټولو چټکې منډې وکړلې. هغه په ۲۹ توپونو ۵۹ منډې وکړلې او د لوبډلې لپاره یې د لوبې ګټل آسان کړ. هغه د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

د اسټرالیا دا بری پدې معنی چې انګلنډ د اتو غوره لوبډلو یا سوپر – ۸ مرحلې ته ووت. انګلنډ او سکاټلنډ په بي ګروپ کې دواړه پنځه – پنځه نمرې لري خو دا چې د انګلنډ رن ریټ تر سکاټلنډ لوړ دی، د اتو غوره لوبډلو پړاو ته یې لار ومونده.

ټاکل شوې چې سبا یکشنبه د پاکستان لوبډلې خپله وروستۍ لوبه د آیرلینډ سره د متحده ایالاتو فلوریډا په ایالت کې وکړي. د هند او کاناډا تر منځ لوبه په همدې لوبغالي کې د باران له کبله لغوه شوه.

پاکستان او آیرلینډ دواړه د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړي دي خو دواړو یې ونشو کړی چې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړي.