د ٢٠١٥ کال د اپریل ١۴

د کندهار په ولایت کې رضا کاره میرمنې د پولیو ضد کمپاین په ترڅ کې د ماشومانو د واکسین کولو په پروسه کې برخه اخلي.

په واشنگټن ډي سي کې د الوبالو او گیلاسو د گل په فستیوال کې بې شمیره خلکو گډون کړی دی.

د نړۍ د کاتولیکانو ستر مذهبي مشر پاپ فرانسیس د ارمنیانو د ډله ییزې وژنې په سلمې کلیزه کې گډون وکړ چې په واتیکان کې جوړه شوی وه

یو هندي نارینه د "شیوا" په لباس کې د هند د راجستان په ایالت کې د "شام بابا" په محلي جشن کې گډون کوي.

د چین د شنکسي په ولایت کې په یوه لیسه کې زده کوونکي په وروستنۍ ازموینه کې گډون کوي

د استانبول د والي د دفتر مخ ته په راټول شویو مظاهره کوونکو باندې پولیس اوبه او اوښکې بهوونکی گاز  شیندي

د المپیا په نامه عقاب چې د ایټالیا د فوټبال د لیگ د سیالیو دمخه په یو ورزشي ستدیوم کې والوزول شو
 

د بروني شهزاده عبدالملک د واده له مراسمو وروسته د خپلې ماندینې سره د نورالایمان له ماڼۍ څخه راوځي. ملک د بروني د پادشاه سلطان حسن البلقیه ځوی او د نړۍ یو له بډایو وگړو څخه دی

پاکستاني ماشومان د خواړو په لټه کې د ورستو میوو په لاهور ښار کې استفاده کوي

د چین د گوانگشی ژوانگ په خود مختاره سیمه کې د یو سړک په منځ کې یوه پخوانی ودانۍ ولاړه ده چې د رسنیو د رپوټونو له مخې خاوند یې د هغې د ویجاړولو په بدل کې د پیسو پر ورکړې موافقه نه ده کړې

 

د پاریس د مراتن په ٣٩ ځغاسته کې په زرگونو کسانو برخه اخیستې وه