امریکا کې د سیکانو د یو مشر د قتل هڅې کې تورن شخص خپل 'جرم' نه مني

د هند یو تبع چې تور پرې دی د متحده ایالاتو په خاورې کې د سیکانو یو بیلتون غوښتونکي مشر د وژلو په دسیسه کې یې لاس درلود، دوشنبه جون ۱۷ ( غبرګولي ۲۸) یې په محکمې کې پخپلو جرم اعتراف ونکړ.

نیکل ګوپتا چې ۵۲ کاله عمر لري، تیر کال د جون په میاشت کې په چک جمهوریت کې پولیسو د متحده ایالاتو په غوښتنې ونیوه، او د همدې تیرې جعمې په ورځ امریکا ته وسپارل شو.

ګوپتا د دوشنبې په ورځ د نیویارک په ایالت کې قاضي ته وړاندې شو او د اجورې په بدل کې د سیکانو یو مشر وژلو په دسیسې کې د لاس لرلو په قضیې کې یې پر ځان لګیدلي تورونه رد کړل.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلنډ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د چک جمهوریت څخه امریکا ته ددې تورن شخص سپارل څرګندوي چې د عدلیې وزارت به د هغو کسانو په مقابل کې چوپ پاتې نشي چې امریکایي اتباعو ته د زیان رسولو هڅه وکړي.

ښاغلي ګارلینډ په اعلامیې کې ویلي: "نیکل ګوپتا به اوس د امریکا محکمې کې د عدالت سره مخ شي چې په یوې ادعا شوې دسیسې کې یې لاس درلود چې د هند حکومت یو مامور په لارښوونې یې غوښتل د متحده ایالاتو یو تبع په هند کې د سیک بیلتون غوښتونکي خوځښت سره د ملاتړ په خاطر په نښه کړي او ترور یې کړي."

د متحده ایالاتو عدلیې وزارت دا تورونه تیر کال د نومبر په میاشت کې په ګوپتا ولګول او په هغه یې تور لګولی و چې د هند یو حکومت یو چارواکي په لارښوونې چې نوم یې ندی اخیستل شوی، په خټه هندی امریکایي تبع د نیویارک په ښار کې ووژني.

د سیکانو دا مشر ګورپاتوانت سینګ پانون چې د متحده ایالاتو کاناډا تابعیت لري، د نیویارک په ایالت کې د میشتې "سکانو لپاره عدالت" په نامه ټولنې سره تړاو لري په هند کې د پنجاب ایالت بیلوالي لپاره مبارزه کوي. پدې ایالت کې سکهان اکثریت دي.

د محکمې په اسنادو کې راغلي چې د هند یوې حکومتې ادارې یو مامور چې نوم یې په اسنادو کې ندی اخیستل شوی د ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې ګوپتا د پانوم وژلو لپاره ګمارلی و.

په اسنادو کې ادعا شوې چې ګوپتا د یوې جنایي ډلې سره اړیکه نیولې و چې د دې ترور لپاره اجرتي قاتل پیدا کړي خو کوم شخص چې د سیکانو دې مشر وژلو لپاره استخدام شوی و، په حقیقت کې یې د متحده ایالاتو د مخدره موادو قانون پلي کولو فدرالي ادارې سره کار کاوه.

د دې پیښې څخه وړاندې په کاناډا کې د سیکانو یو مذهبي مشر ووژل شو چې د همدې قتل په شک څلور تنه نیول شویدي.

نیجار چې د کاناډا تابعیت یې درلود د بریټیش کولمبیا د سري په ښار کې د سیکانو معبد مخې ته په ډزو ووژل شول. هغه ۴۵ کلن و.

د نیجار سینګ پلویان وایي هغه په هند کې د سیکانو د خالصتان په نامه د خپلواک ایالت د جوړیدو لپاره مبارزه کوله. نیجار چې د هند حکومت "تر تعقیب لاندې ترهګر" اعلان کړی و د تیرې جون میاشتې په ۱۸ مې نیټې د کاناډا د ونکوور ښار یوې داسې سیمې کې ووژل شو چې ډیر سیکان پکې ژوند کوي.

د سیکانو د ټولنې وژل شوي مشر د خالصتان جوړیدو لپاره مبارزه کوله چې د هند شمالي برخې او د پاکستان یوه برخه پکې راځي. د هند حکومت بیا په نیجار تور لګاوه چې په هند کې دننه یې د ترهګرۍ بریدونه کړي خو هغه دا تورونه رد کړي و.