له روسیې سره د بندیانو په تاریخي تبادله کې خوشې شوي امریکایان متحده ایالاتو ته ورسېدل

د متحده ایالاتو پخوانی د ځانګړو سمندري ځواکونو سرتیری پاول ویلان او امریکایي ژورنالیستان السو کرماشیوا او ایوان ګرشکویچ د روسیې له بند څخه د خوشې کېدو وروسته له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.

د روسیې له بند څخه خوشې شوي درې امریکایان د پنجشنبې په ورځ اګست لومړۍ (زمري ۱۰) ناوخته پایتخت واشنګټن ته څېرمه د انډریو په هوايي اډه کې له خپلو کورنیو سره یوځای شول.

په دغو کسانو کې د متحده ایالاتو پخوانی د ځانګړو سمندري ځواکونو سرتیری پاول ویلان او امریکایي ژورنالیستان السو کرماشیوا او ایوان ګرشکویچ شامل دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیالې کاملا هریس دغو خوشې شویو امریکایانو ته ښه راغلاست ویلی دی.

بایډن په هوايي اډه کې خبریالانو ته وویل: "په زړه پورې ده. له ډیر وخت راهیسې ددې شیبې انتظار کېده. متحدین اهمیت لري. دوی ګام پورته کړ او زموږ لپاره یې خطر قبول کړ."

د بندیانو د تاریخي تبادلې له مخې متحده ایالاتو او متحدینو یې د پنجشنبې په ورځ د ۱۶ سیاسي بندیانو خوشې کول خوندي کړل چې پکې درې امریکایان او د یو امریکا دایمي اوسیدونکی او د پولیټزر جایزې ګټونکي لیکوال ولادیمیر کارا مرزا شامل دي. ټاکل شوې چې کارا مرزا په جلا توګه متحده ایالاتو ته راستون شي.

د بندیانو په دغه تبادله کې د جرمني پنځه اتباع او یو شمیر روسي سیاسي بندیان هم خوشې شوي دي. روسیې، په بدل کې، اته کسان ترلاسه کړل.

دا له سړې جګړې وروسته د امریکا او روسیې تر منځ د بندیانو تر ټولو لویه تبادله بلل کېږي.

په خوشې شویو امریکایانو کې پاول ویلان د بند ترټولو زیاته موده تېره کړې ده. هغه په ۲۰۱۸ کال کې په مسکو کې نیول شوی و او په ۲۰۲۰ کال کې د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله بند محکوم شو.

ویلان او د امریکا حکومت پر هغه باندې د جاسوسۍ تور رد کړی دی.

د وال سټریټ ژورنال خبریال ګرشکویچ او د ازادۍ راډیو خبریاله کورماشیوا په ۲۰۲۳ کې نیول شوي وو او دواړه د جولای په ۱۹مه په جلا جلا توګه د تړلو دروازو تر شا محاکمو کې محکوم شوي وو. دا محاکمې په نړیواله کچه غندل شوې او "د شرم وړ" ګڼل شوې وې.

د واشنګټن پوسټ لیکوال کارا مرزا چې په ۲۰۲۲ کې نیول شوی و، د بندیانو په دغه تبادله کې خوشې شوی دی. دغه سیاستوال او تاریخ لیکونکي په زندان کې د خپلو لیکنو له کبله د پولیټزر جایزه ګټلې ده.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیالې کاملا هریس خوشې شویو امریکایانو ته ښه راغلاست ووایه.

روسیې په دغه تبادله کې د روسي تبعه وادیم کراسیکوف خوشې کیدل غوښتي وو چې په ۲۰۱۹ کال کې په برلین کې د چیچنیا د یو اوسېدونکي د وژنې په تور محکوم شوی او عمر قید و.

د نوموړي په اړه له دې وړاندې ویل شوي وو چې ښايي د روسیې د زنداني شوي د حکومت مخالف مشر الیکسي ناوالني د ازادېدو په بدل کې خوشې شي. خو نوالني د ۲۰۲۴ په فبرورۍ کې په زندان کې مړ شو.

په نورو کسانو کې چې روسیې ته ستانه شوي، د سلوانیا څخه ارټیم ویکتورویچ دلتسیف او انا والیریوینا دلتسیوا، میخایل والیریویچ میکوشین له ناروې څخه، پاول الیکسیویچ روبتسوف له پولنډ څخه، او رومن سیلیزنیف، ولادیسلاو کلوشین او وادیم کونوشچیناک له متحده ایالاتو څخه شامل دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خوشې شویو بندیانو د هرکلي پر مهال وویل: "زه غواړم خپل هېواد ته د ستنېدو مبارکي درته ووایم."

د وال سټریټ ژورنال مدیر پاول بیکټ چې د ایوان ګرشکویچ د خلاصون لپاره یې د ورځپاڼې لخوا د کمپاین مشري کوله، د دې کال په پیل کې امریکا غږ ته وویل چې د هغه د همکار زنداني کول هغه خطرونه په ګوته کوي چې په ټوله نړۍ کې خبریالان ورسره مخامخ دي.

بیکټ وویل: "دا یقینا زموږ د ټولو خبریالانو لپاره یادونه ده چې په داسې ځایونو کې دي چې ژورنالیزم پکې یو خطرناک کاروبار دی. دا یو عالي او ارزښتناکه دنده ده چې په نړۍ کې ځینې حکومتونه یې واقعیا نه خوښوي."

د ګرشکویچ له خوشې کېدو وروسته بیکټ د پنجشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل: "خوښۍ، مننه، اوښکې، موسکا - هر څه په یو وخت کې. موږ یوازې د ایوان لپاره خوښ یو."

ګرشکویچ د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د جاسوسۍ په تور زنداني شوی و. پر هغه باندې لګېدلي تورونه په پراخه کچه بې اساسه او د سیاسي انګیزې له مخې بلل شوي دي.

د وال سټریټ ژورنال خپرونکي المار لاتور او مدیر ایما ټکر په یوه بیان کې وویل: "موږ د ایون او د هغه د کورنۍ او همدارنګه د نورو کسانو په خوشې کیدو د راحتۍ او خوښۍ احساس کوو. له بده مرغه، ډیر شمېر خبریالان په روسیه او ټوله نړۍ کې په ناحقه بندیان دي."

بل خوا د ازادۍ راډیو د تاتار-بشکر څانګې کارکوونکې السو کرماشیوا چې د امریکا او روسیې دوه ګونی تابعیت لري، د ۲۰۲۳ په می کې روسیې ته د خپلې ناروغې مور د پوښتنې لپاره تللې وه او د هغه کال په جون کې د ستنېدو پر وخت یې چارواکو پاسپورت ضبط کړ او د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې ونیول شوه.

کرماشیوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا په غلط ډول توقیف شویو کسانو په لست کې شامله نه وه، خو د وزارت یو لوړ پوړي چارواکي امریکا غږ ته وویل، هغه له توقیف لږ وروسته د خبرو اترو برخه شوه، او متحده ایالات خوښ دي چې هغه خپل کور ته ستنه شوې ده.

په ۲۰۲۲ کې هم د بندیانو د تبادلې د یوې معاملې په ترڅ کې، د باسکټبال امریکایي لوبغاړې بریټني ګرینر د روسیې د وسلو پلورونکي ویکتور بوت په بدل کې خوشې شوه. بوت په متحده ایالاتو کې په ۲۵ کلن بند محکوم شوی و.

غبرګونونه

ازادۍ راډیو په یو بیان کې د السو کرماشیوا د خوشې کېدو هرکلی کړی دی.

د ازادۍ راډیو مشر سټیفن کاپوس په بیان کې ویلي: "السو ځکه په نښه شوه چې هغه یوه امریکايي خبریاله وه چې په روسیه کې یې د خپلې کورنۍ د یو غړي د پوښتنې هڅه کوله. هغې هیڅ غلط کار نه و کړی او یقینا د دې حقداره نه وه چې په ناسمه توګه له خپلې کورنۍ او همکارانو څخه جلا کړل شي."

کاپوس زیاته کړه: "د السو خوشې کېدل موږ ته نور هم هوډ راکوي چې د دریو نورو خبریالانو ازادي خوندي کړو." د ازادۍ راډیو دوه خبریالان دا مهال په بیلاروس کې او یو د روسیې تر اشغال لاندې کریمیا کې زنداني دي.

د نړیوالو رسنیو لپاره د متحده ایالاتو ادارې، چې د ازادۍ راډیو او امریکا غږ څارنه کوي، د کرماشیوا د خوشې کیدو هرکلی کړی دی.

ددې ادارې اجرائیه رئیسې امندا بینیټ په یو بیان کې وویل: "دا د ډیرې خوښۍ ځای دی او زه د ټولو هغو کسانو څخه ډیره مننه کوم چې د روسیې د بې عدالتۍ پر وړاندې یې د السو د خوشې کیدو لپاره زیار ایستلی دی. ژورنالیزم جرم نه دی. زه خوښه یم چې السو په پای کې وتوانیده چې خپل کور ته ستنه شي او دا دردونکی فصل وتړي."

ولسمشر بایډن په یو بیان کې ویلي چې ادارې یې تراوسه له ۷۰ څخه د زیاتو امریکایانو په خوشې کولو کې مرسته کړې چې په ټوله نړۍ کې یرغمل شوي یا په ناحقه زنداني شوي وو.

بایډن په دغه بیان کې زیاته کړې: "زه به تر هغو له هڅو څخه لاس په سر نشم تر څو چې په ټوله نړۍ کې هر امریکایي چې په غلطه توګه توقیف شوی یا یرغمل شوی، له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی نه وي."