القاعدې په انگریزي ژبه ویب سایټ راایستلی

القاعدې په انگریزي ژبه ویب سایټ راایستلی

د القاعده شبکې په لومړي ځل په انگریزي ژبه د یوه ویب سایټ په خپرولو پیل کړی دی. فکر کیږي چې دا لومړی ځل دی چې دغه شبکه په انگریزي ژبه ویب سایټ خپروي.

مطبوعات او استخباراتي ډلې وايي چې دغه مجله چې انسپایر یا الهام نومیږي په دې هفته کې څرگنده شوېده او په هغې کې د کور په پخلنځي کې د بمب جوړونې طریقه ښودل شویده.

وروسته څرگنده شوه چې د پنجشنبې په ورځ دغه ویب سایټ له اینټرنیټ نه لرې شوی و.

دا ویب سایټ په یمن کې د القاعدې د څانگې له خوا چلول کیږي.