د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن یکشنبه مۍ اوومه (غوايي۱۷) له قانون جوړونکو څخه یو ځل بیا وغوښتل چې په دغه هېواد کې په نیمه اتوماتیکو وسلو باندې بندیز ولګوي.
جوبایډن د کانګرس له غړو وغوښتل چې د وسلو د کنټرول نوې لایحه ژر تر ژره تصویب کړي چې هغه یې «سمدستي لاسلیک» کړي.
ولسمشر بایډن دا غوښتنه په تګزاس کې د تېرې ورځې له وسله وال برید څخه وروسته وکړه. په دغې برید کې چې له همداسې یوې وسلې څخه په کې کار اخیستل شوی، لږ تر لږه اته تنه ووژل شول.
نوموړي د جمهوریت غوښتونکو ګوند په غړو نیوکه وکړ چې په دې برخه کې «عملي» اقدام نکوي.
ولسمشر جوبایډن وویل چې "یو ځل بیا له ګانګرس څخه غواړم چې د تعرضي وسلو او د غټو شاژورونو د مخنیوي نوې لایحه" تصویب کړي.
تېره ورځ د تګزاس د الن په ښار کې په یو مارکیټ کې دننه په ډزو کې لږ تر لږه اووه تنه نور ژوبل شوي هم دي.
دا مطلب هم ولولئ
امریکا کې یوې مغازې کې په ډزو کې ۸ تنه وژل شويتېره اوونۍ هم د دغه ایالت د کلیولنډ په سیمه په یو کور کې دننه په ډزو کې پنځه تنه وژل شوي وو چې یو په کې ماشوم و.
جوبایډن زیاته کړه چې د امریکا د لارو او کوڅو د حفاظت لپاره د [وسلو له بندیز پرته] کم څه نه غواړي.
متحده ایالتونه په نړۍ کې د پرمختللیو هېوادونو په منځ کې د وسلو له کبله ډېر تلفات لري.
د وسله وال تاوتریخوالي د ارشیف د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۳ له جنورۍ راهېسې په متحدو ایالتونو کې د وسله والو پېښو سره په تړلیو پیښو کې څه باندې ۱۳۷۰۰ کسان وژل شوي دي.