له ۱۵ ځله رایې اچونې وروسته، مکارتي د امریکا د استازو مجلس مشر وټاکل شو

د امریکا د استازو مجلس نوی مشر، کیوون مکارتي

د جمهوري غوښتونکو د خوښې وړ کاندید، کیوون مکارتي د شنبې په ورځ جنوري اومه (مرغومي ۱۷) د امریکا د استازو د خونې د رئیس په توګه وټاکل شو.

مکارتي له څو ورځنیو جنجالونو وروسته وکړای شول چې د خپل ګوند د غړو ترمنځ اختلافونه پای ته ورسوي، هغه اختلافونه چې کانګرس یې د څو ورځو لپاره فلج کړی و.

کیون مکارتي وویل:‌"تاسې پوهیږئ، پلار مې تل راته ویل، مهمه نده چې کار څنګه پیلوئ، بلکې مهمه داده چې څنګه یې پای ته رسوئ. اوس اړتیا ده چې د امریکا خلکو ته یې په قوت سره پای ته ورسوو."

مکارتي تل د استازو خونې د مشرتابه لپاره د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید و، خو د هغه د بریا مخه د نوموړي د خپل ګوند ښي اړخو نیوله او له همدې امله ۱۵ ځله رای ګیری وشوه.

د امریکا د استازو د مجلس مشر یا مشره په واشنګټن کې پراخ نفوذ لري او د استازو پر مجلس د مشرۍ له امله د جمهوري ریاست له مرستیال وروسته، سپینۍ ماڼۍ ته دوم کس ګڼل کیږي.

له دې بریا وروسته، مکارتي ژمنه وکړه چې د مجلس جمهوري غوښتونکي غړي به د ملت د مشکلاتو د له منځه وړلو، د پراخ پرانیستي جنوبي سرحد څخه نیولې بیا د امریکا د انرژۍ د وروستیو سیاستونو پورې لایحې تصویب کړي.

ښاغلي مکارتي مجلس ته وویل:"د امریکا اوږدمهاله ننګونې، پورونه او د چین د کمونست ګوند وده ده، کانګرس باید ددغو دوو مضوعاتو په اړه یوه خوله واوسي."

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په یوې بیانیه کې ښاغلي کیوون مکارتي ته د هغه د بریا مبارکي ورکړه او د دواړو ګوندونو د مشرانو ترمنځ یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي بایډن وویل:" لکه څنګه چې ما له منځمهاله ټاکنو وروسته وویل، کله چې یې کولی شم، زه چمتو یم چې له جمهوري غوښتونکو سره کار وکړم او رایه ورکوونکو هم څرګنده کړه هغوی تمه لري چې جمهوري غوښتونکي چمتو ووسي څو له ما سره کار وکړي."

د امریکا د کانګرس ۱۱۸ تقنیني دوره د جنوري په دریمه نیټه پیل شوې. په دې پړاو کې اکثریت جمهوري غوښتونکي به مکارتي ته دا قدرت ورکړي چې د ولسمشر بایډن د اجنډاو مخه ونیسي او ډیر تمرکز په انفلاسیون، د انرژۍ په سیاستونو، جرایمو، او د بایډن په حکومت او د هغه د کورنۍ په تحقیقاتو ته واړوي.

جمهوري غوښتونکي په پام کې لري چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په ګډون د ولسمشر بایډن پر یو شمیر کړنو څیړنې وکړي.

د امریکا د استازو مجلس چې ۴۳۵ غړي لري، د ریاست د ترلاسه کیدو لپاره یې حد اقل ۲۱۸ څوکیو ته ضرورت دی. دیموکراتان ۲۱۲ او جمهوري غوښتونکي ۲۲۲ څوکۍ لري، یوه څوکۍ لا تر اوسه تشه ده.